د بلخ ولایت کروندګر سږکال ښو حاصلاتو ته په تمه دی 

Your browser doesn’t support HTML5

په بلخ کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پرځای نور کښتونه په تیره بیا غنم کرلي دي وايي، چې تمه لري د سږني کال غنم به یې ښه حاصل ورکړي. 

په بلخ کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پرځای نور کښتونه په تیره بیا غنم کرلي دي وايي، چې تمه لري د سږني کال غنم به یې ښه حاصل ورکړي.

دغه کروندګر وايي تېر کال په بلخ کې په پراخه کچه د کوکنارو کر شوی وو او پدغه ولایت کې خلک د غنمو له کمي سره مخ شوي وو او د غنمو بیې په بې ساري توګه لوړې شوې وې.

دوی وايي د کوکنارو په کر له بندیز وروسته سږ کال یو زیات شمېر هغو کروندګرو چې کوکنار به یې کرل، اوس غنم کرلي دي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی ذبیح الله وايي پروسږکال یې په پنځه جریبه ځمکه کې کوکنار کرلي وو، خو د کوکنارو په کر د بندیز وروسته یې سږ کال غنم کرلي دي.

ذبیح الله امریکا غږ ته وویل: "غنم به خلکو ته ډېره ګټه وکړي. مخکې به خلکو تاریاک کرل. د غنمو یو من ۶۰۰ افغانیو ته ورسېد. اوس خلکو غنم ډېر کرلي دي او آينده کال ته به ارزانه شي".

دغه کروندګر وايي که څه هم د کوکنارو څخه یې ډېر عاید اخیسته خو سږ کال اورښتونو هیله من کړی. دی وايي سږ کال به حاصلات ښه وي.

د ذبیح الله په وینا په دغه سیمه کې ډېری هغو کروندګرو چې کوکنار به یې کرل خپله هم پرې اخته شوي و.

هغه وویل: "تقریبا یو پنځوس کسه چې کوکنار به یې کرل خپله پرې هم اخته شوي خو طالبانو کمپ ته بوتلل او تداوي یې ورته وکړه او اوس خپل کار او غریبي کوي".

ډېری کروندګر وايي کوکنار لږو اوبو ته اړتیا لري، نو ځکه به یې د وچکالۍ په کالونو کې کوکنار کرل.