طالب چارواکي ادعا کوي چې هلمند کې سږکال په یو جریب ځمکه هم کوکنار ندي کرل شوي 

Your browser doesn’t support HTML5

په هلمند کې د طالبانو د حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي ادعا کوي، چې پدغه ولایت کې پداسې حال کې چې د تریاک د کښت موسم هم را رسیدلی په یو جریب ځمکه هم کوکنار ندي کرل شوي. 

په هلمند کې د طالبانو د حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکي ادعا کوي، چې پدغه ولایت کې پداسې حال کې چې د تریاک د کښت موسم هم را رسیدلی په یو جریب ځمکه هم کوکنار ندي کرل شوي.

د هلمند د امنیه قومندانی د نشه یې توکو پرضد د مبارزې مسئول ملا امان الله قاضي وایې چې د دوی د مشرتابه له لوري د تریاکو د کښت د منع کیدو له اعلان سره سم دوی په بشپړه توګه د تریاکو د کښت مخنیوی کړی دی.

امان الله قاضي وايي:”د امارت له راتګ مخکې یو سل او دېرش زره هکتاره ځمکه باندي د کوکنارو کښت کېده چې دا د پنځو ولایتونو په اندازه زیات کښت وو خو سږکال چې اوس د تریاکو د کښت موسم هم دی په ټول هلمند کې یو جریب کوکنار هم چا ندي کرلي“.

د طالبانو دغه چارواکي وايي، چې هیڅوک به پیدا نشي چې د یو جریب تاریاکو ثبوت وړاندې کړي.

هلمند د افغانستان په کچه یو له هغو ولایتونو دی چې زیات کوکنار پکې کرل کیږي. پدې وروستیو کې یو شمیر کروندګرو امریکا غږ ته ویلي وو چې د کوکنارو کرلو ته تیاری نیسي او دا ځکه چې د طالبانو حکومت یې د بدیل کښتونو په برخه کې هیڅ مرسته نده کړې.

هلمند تود اقلیم لري چې د تریاکو کښت پکښې تر نورو سیمو مخکې کېدی.