مالوچ او هینجه د کوکنارو ښه بدیل کېدای شي- د بلخ د کرهڼې ریاست 

Your browser doesn’t support HTML5

په بلخ کې د طالبانو د محلي حکومت د کرهڼې ریاست وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله د کوکنارو په کرلو بندیز ولګوه دوی پدې هڅه کې دي، چې د کوکنارو بزګرانو ته بدیل کښتونه برابر کړي او د بدیلو کښتونو تخمونه وویشي. 

د بلخ ولایت د کرهڼې ریاست وايي، چې د بلخ ولایت اقلیم ته په کتو مالوچ، تیلي حاصلات او هېنجه د کوکنارو ښه بدیل دي.

د بلخ ولایت د کرهڼیزو چارو مشر مولوي عظیم الدین ابو خالص وایي چې وروسته له هغې چې د دوی حکومت د کوکنارو په کښت بندیز ولګوه، دوی هڅه کوي چې کروندګرو ته د کوکنارو ښه بدیلونه وړاندې کړي.

هغه وویل: ”سږ کال بلخ کې ډيره هینجه کرل شوې ده. غواړو هینجې ته ترویج ورکړو“.

مولوي عظیم الدین وايي چې د بلخ ولایت د کرهڼې ریاست سږ کال ۱۱۷۰۰ کروندګرو ته بېلابېل اصلاح شوي تخمونه، سپینه او توره کیمیاوي سره ورکړي دي او زیاتوي چې هڅه کوي په راتلونکي کې کروندګرو ته د کوکناور ښه بدیل وړاندې کړي.

عام خلک وايي، چې بلخ کې سږ کال د نورو کلونو په پرتله زیات کوکنار کرل شوي دي، خو سیمه ایزه اداره بیا دا نه مني او وايي، د کوکنارو د سږني کال کر د نورو کلونو په پرتله کم دی.