په بلخ کې بزګرانو د کوکنارو نیښ وهل پيل کړي 

Your browser doesn’t support HTML5

د بلخ ولایت په هغو سیمو کې چې سږ کال د کوکنارو کر شوی، اوس یې حاصل ټولول پيل شوي او بزګران وايي، د اپينو بیې لوړې شوي دي. 

د بلخ ولایت په هغو سیمو کې چې سږ کال د کوکنارو کر شوی، اوس یې حاصل ټولول پيل شوي او بزګران وايي، د اپينو بیې لوړې شوي دي.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې کروندګرو پکې کوکنار کرلي دي او ددغې ولسوالۍ د کوکنارو کروندګر وايي، د نورو کلونو په پرتله یې ښه حاصل اخیستی دی.

ددې ولسوالۍ د چمتال مرکزي سیمې یو کروندګر ذبیح الله چې خپله هم نیښګر دی وايي، تر پخوا یې دوه چنده بیه لوړه تللې ده.

کروندګر داسې مهال د کوکنارو نيښ وهي او حاصل یې ټولوي، چې د طالبانو مشر د اپریل په لومړیو کې په افغانستان کې د کوکنارو په کرلو بندیز ولګوه.

له دغه بندیز راهیسې تراوسه هیڅ اقدام د کروندګرو په وړاندې ندی شوی. کروندګر ذبیح الله وايي، چې دوی ته څه ندي ویل شوي خو د بدیلو کښتونو لکه هینجې او اصلاح شویو تخمونو غوښتونکی دی.

هغه وویل:”که دا بند شي نو ددې په ځای به مونږ څه شی وکرو. ددې عاید لوړ دی. که مونږ غنم او پخته وکرو د هغې عاید کم دی“.

په شمالي ولایتونو کې د کوکنارو نیښ داسې مهال پيلیږي، چې په سویل کې کروندګرو د کوکنارو حاصل راټول کړی. سږ کال په بې ساري ډول زیات کوکنار کرل شوي دي.