کله چې معتاد وم، د بچیانو په غم کې نه وم- روغ شوی معتاد 

Your browser doesn’t support HTML5

د بلخ ولایت د معتادینو د درملنې په روغتون کې روغ شوی یو معتاد وايي کله چې په نشه يي موادو روږدی وو له خپلې کورنۍ او بچیانو هیڅ خبر نه وو او یوازې به یې غوښتل چې نشه وکړي. 

د بلخ ولایت د معتادینو د درملنې په روغتون کې روغ شوی یو معتاد وايي کله چې په نشه يي موادو روږدی وو له خپلې کورنۍ او بچیانو هیڅ خبر نه وو او یوازې به یې غوښتل چې نشه وکړي.

لعل محمد د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې د مزارشریف ښار د معتادینو روغتون کې تر درملنې لاندی وو. هغه له اویا نور معتادینو سره له ۲۱ ورځو درملنې وروسته رخصت شو.

لعل محمد لس کاله په نشه یي توکو معتاد وو.

لعل محمد وايي خوشاله دی چې نشه يي توکي یې پریښودل. هغه وايي: " زما اول ځل دی چې نشه یي مواد پرېږدم. او خوشاله په دې یم چې اوس روغ شوم او خپل کور او خپلو بچیانو خواته ځم".

د لعل محمد په وینا چې ۸ کاله کېږي واده یې کړی او دوه بچیان لري، خو وايي چې ډېر وخت یې له کوره بهر په هدیرو او سړکونو کې تېر کړی.

هغه وايي: " دوه اولاده لرم، یو لور او یو زوی، تقریباً اته کاله کېږي چې واده مې کړی. زیاتره وخت په کور کې نه وم، په دښتو او خرابو کې به وم".

لعل محمد له نورو معتادینو چې په هدیرو او خرابو ځایونو کې په نشه یي موادو اخته دي غواړي، چې د ځان درملنه وکړي او روغ رمټ خپلو کورنیو ته ستانه شي.

د شمیرنو له مخې په افغانستان کې د درې نیم ملیونو په شاوخوا کې په نشه يي توکو روږدي شته خو د طالبانو د حکومت چارواکي اوس وايي، چې دا شمیره د پنځه ملیونو وګړو په شاوخوا کې ده.