مزار کې په نشه يي توکو روږدي، په ډیرانونو کې خواړه لټوي

Your browser doesn’t support HTML5

مزار کې په نشه يي توکو روږدي، په ډیرانونو کې خواړه لټوي

په مزار شریف ښار کې د ژمي په سړه هوا کې په نشه یي توکو روږدي چې ځان ته په اسانه خواړه نشي پیدا کولی، په ډیرانونو ګرځي ترڅو د ژوندي پاتې کیدو لپاره د خلکو پاتې شوني پیدا کړي او وې خوري.

په نشه يي موادو روږدي وايي چې په ژمي کې ورته د خوراکي توکو پیدا کول ستونزمن دي. دوی وايي چې حتی په ډېرانونو او کثافت دانیو کې هم خواړه نه شي پیدا کولی چې له امله یې د دوی ځیني ملګري ژوند له لاسه ورکوي.

په کرستال (نشه یي توکو) یو تن روږدې محمدالدین وایي، چې کله معتادین نشه وکړي او خوراک ورته پیدا نه شي نو مري.

Your browser doesn’t support HTML5

مزار کې په نشه يي توکو روږدي، په ډیرانونو کې خواړه لټوي

دغه معتادین خپلو کورنیو سره ژوند نه کوي او دوي په ښاری سیمو کې په سوال کولو او یا د بوتلونو او تشو قطیو په ټولولو د ځان له پاره یو اندازه خواړه برابروي.

که څه هم په مزارشریف کې د معتادینو د ژغورنې په موخه یو شمیر کمپونه د نوي حکومت له خوا جوړ شوي خو معتادین وایې په دې کمپونو کې خواړه او درمل نشته.