د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي چارواکی: ایران پر اسرائیل د بالستیک توغندي برید ته تیاری نیسي


ایران په ۲۰۲۳ کې د خپل یو توغندي د ازمویلو تصویر خپور کړی.
ایران په ۲۰۲۳ کې د خپل یو توغندي د ازمویلو تصویر خپور کړی.

یو جګپوړی امریکایی چارواکی وایي چې ایران پر اسرائیل باندې د بالستیک توغندي د "سمدستي" برید لپاره چمتووالی نیسي.

دغه چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې په دې اړه خبرې کولې، خبرداری ورکړ چې که د ایران له خوا دا ډول برید وشي "د سختو پایلو" سره به مخ شي.

په اسرائیل کې د متحده ایالاتو سفارت په یوه انلاین خبرپاڼه کې "د متحده ایالاتو له ټولو دولتي کارکوونکو او د دوی د کورنۍ له غړو څخه لارښوونه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې دې خوندي ځایونو ته پناه یوسي."

په منځني ختیځ کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې تېره اوونۍ د اسرائیل په یو هوايي برید کې د حزب الله مشر حسن نصرالله ووژل شو. په بیروت کې د جمعې د ورځې په برید کې د حسن نصرالله او د حزب الله د یو شمېر نور مشرانو ترڅنګ د ایران د انقلابي ګارد مرستیال هم وژل شو.

ایران خبرداری ورکړی چې د حسن نصرالله وژنه به "بې ځوابه" پاتې نه شي.

په همدې مهال د اسرائیل پوځ د لبنان په خاوره کې د ځمکنیو عملیاتو د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي چې سرتیري یې ددغه هېواد په جنوب کې په "سخته جګړه" کې ښکېل شوي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې ځواکونو یې د هوايي او توپچي قواوو په ملاتړ، د لبنان په جنوبي سرحدي سیمو کې د حزب الله په مرکزونو باندې "پلي هدفي بریدونه" کړي او په دغه سیمه کې په شاوخوا ۲۰ میشتځایونو کې له خلکو څخه د وتلو غوښتنه شوې ده.

ایران ویلي چې د اسرائیل سره د جګړې لپاره لبنان یا غزې ته ځواکونه نه لیږي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ وویل: "د ایران اسلامي جمهوریت د اضافي یا رضاکارو ځواکونو لیږلو ته اړتیا نشته." هغه زیاته کړه چې فلسطیني خاوره "ددې ظرفیت او توان لري چې د یرغل په وړاندې خپله دفاع وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG