د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ۲۳ کاله وروسته د ۹/۱۱ ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو یاد تازه کړ


ولسمشر جوبایډن او مرستیاله یې کاملا هریس په نیویارک کې د وژل شویو په یاد مراسمو کې برخه واخیسته
ولسمشر جوبایډن او مرستیاله یې کاملا هریس په نیویارک کې د وژل شویو په یاد مراسمو کې برخه واخیسته

په متحدو ایالتونو کې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ (سنبله۲۱) د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې پېښې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو یاد تازه شو او د درناوي یې د څو شېبې لپاره خاموشي غوره شوه.

له نن څخه ۲۳ کاله مخکې د القاعده ډلې غړو په متحدو ایالتونو باندې بریدونه وکړل چې د مقاماتو په وینا تقریبآ ۳۰۰۰ کسان په کې ووژل شول.

په نیویارک کې د نړۍ په تجارتي مرکز کې د غبرګو الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو خپلوانو او عزیزانو د هغوی په یاد مراسم نیولي وو د بریدونو په ځای کې راټول شوي وو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، مرستیاله یې کاملا هریس او په راتلونکو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ هم په نیویارک کې د وژل شویو په یاد دغو مراسمو ته تللي وو.

کاملا هریس، چې په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نومانده ده، په دغو مراسمو کې له خپل انتخاباتي سیال ډونالډ ټرمپ سره په لاس روغبړ وکړ، دوی تر دغې غونډې شاوخوا ۱۲ ساعته مخکې انتخاباتي تلویزوني مناظره وکړه.

بایډن او هریس همدغه راز د پنسلوانیا د شانکسویلي سیمې ته ولاړل، دغلته هم یوه تښتول شوې الوتکه،‌ چې ګمان کېږي، واشنګټن ته روانه وه، غورځېدلې وه. دوی بیا وروسته پنټاګون ته ولاړل، دغلته څلورمه الوتکه غورځېدلې وه.

ولسمشر بایډن په یوې بیانیې کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه په ترهګریزو بریدونو کې د ۲۹۷۷ وژل شویو کسانو یادونه وکړه.

بایډن وویل: «۲۳کاله مخکې په همدې ورځ،‌ ترهګرو فکر کاوه چې زموږ هوډ به مات او موږ به په ګونډو کړي. هغوی تېروتي‌ وو. هغوی به تل غلط وي. په تر ټولو تیارو وختونو کې موږ رڼا وموندله. د ترهې په ضد موږ د یو بل ترڅنګ ودرېدو- چې د خپل هېواد دفاع وکړو او د یو بل مرسته وکړو. په همدې دلیل، ترهګرو په هماغو لومړیو کې په موږ، زموږ په ازادۍ، دموکراسي او اتحاد باندې برید وکړ. هغوی ناکام شول.»

هغه زیاته کړه که نن د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه شوې ده، خو په امریکایانو باندې به د یو بل برید د مخنیوي په اړه د دغه هېواد ژمنه په خپل حال وي.

هرکال د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې د بریدونو د قربانیانو په یاد مراسمو کې د هغوی نومونه لوستل کېږي او د هغوی یو شمېر خپلوان د هغوی تصویرونه له ځانونو سره لېږدوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG