د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ تر ټولو بوډۍ میرمن په ۱۱۶ کلنۍ کې په جاپان کې مړه شوه


د نړۍ تر ټولو بوډۍ میرمن تومیکو ایتوکا په ۱۱۶ کلنۍ کې د جاپان په اشیا ښار کې مړه شوه
د نړۍ تر ټولو بوډۍ میرمن تومیکو ایتوکا په ۱۱۶ کلنۍ کې د جاپان په اشیا ښار کې مړه شوه

د فرانسې خبري‌ اژانس د شنبې په ورځ، جنوري څلورم (مرغومي ۱۵) راپور ورکړی چې د نړۍ تر ټولو بوډۍ میرمن تومیکو ایتوکا په ۱۱۶ کلنۍ کې د جاپان په اشیا ښار کې مړه شوه.

د اشیا ښاروال ریوسوک تاکاشیما په یو بیان کې ویلي چې میرمن ایتوکا څلور اولادونه او پنځه لمسیان لري او د ډسمبر په ۲۹ یې د ډېر عمر لرونکو کسانو د مراقبت په یو مرکز کې ساه ورکړه.

تاکاشیما ویلي:‌ "میرمن ایتوکا د خپل اوږد ژوند له لارې موږ ته زړورتیا او هیله راکړه... موږ ترې له دې کبله مننه کوو."

ایتوکا د ۱۹۰۸ کال د مې په ۲۳ د جاپان د اوساکا په سوداګریز مرکز کې، په متحده ایالاتو کې مارکیټ ته د فورډ T ډول موټر له عرضه کېدو څلور میاشتې وړاندې زېږېدلې وه.

ایتوکا د ۲۰۲۴ کال په اګست کې وروسته له هغې د نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکې کس په توګه وپیژندل شوه چې اسپانوۍ ماریا برانیاس موریرا د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه.

د درېیو خویندو او وروڼو له ډلۍ ایتوکا یواځینې میرمن وه چې له نړیوالو جګړو او‌ کورونا ویروس وبا څخه ژوندۍ راووتله او د ټیکنالوژۍ د پرمختګ په وخت کې یې ژوند وکړ. هغې د ښوونځي په کلونو کې د والیبال لوبه کوله.

د اشیا ښاروال د معلوماتو په اساس ایتوکا د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د کالپیس په نوم د کیلو او شودو جوس چې په جاپان کې ډېر شهرت لري څکه.

په عمومي‌ توګه په جاپان کې ښځې اوږد ژوند کوي. په دې هېواد کې څه باندې ۹۵۰۰۰ کسان له سلو کلونو څخه زیات عمرونه لري چې ۸۸ سلنه یې میرمنې دي.

د جاپان نفوس ۱۲۴ میلیونو ته رسېږي چې له دې شمېرې نږدې درېیمه برخه یې ۶۵ کلن او یا له هغې پورته دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG