د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو مرګوني برید ته د امریکا په ګډون د نړۍ د یو شمیر هیوادونو غبرګون


د مسکو یو شمیر اوسیدونکي د کنسرت د هغه تالار مخ ته د ګولانو کیدۍ ږدي چې پرې وسله والو برید کړی و
د مسکو یو شمیر اوسیدونکي د کنسرت د هغه تالار مخ ته د ګولانو کیدۍ ږدي چې پرې وسله والو برید کړی و

د نړۍ مشرانو په مسکو کې د موسیقۍ یوه تالار کې د وسله والو لخوا هغه مرګونی برید غندلی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان ووژل شول او لسګونه تنه نور ټپیان شول.

د روسیې د "ریانووستي" خبري اژانس یو خبریال چې په صحنه کې حاضر و وایي، برید کوونکي د جمعې په ورځ د کروکس ښار د موسیقۍ تالار ته ننوتل او د کنسرت له پیل کیدو دمخه یې په نندارچیانو ډزې وکړې او اور اخیستونکي مایع یې وغورځولي. د برید پړه اسلامي دولت ډلې منلې ده.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د حکومتونو مشرانو دا برید غندلی او د روسیې سره یې خواخوږي او پیوستون څرګند کړی دی.

د روسیې خبري اژانسونو د شنبې په ورځ ددې هیواد د صدراعظم د مرستیالې تاتیانا ګولیکووا له خولې ویلي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پېښې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کړې او له ډاکټرانو یې مننه کړې ده. پوتین تر اوسه د برید په اړه په عامه توګه څه نه دي ویلي.

اوکراین

اوکراین، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د روسیې له پوځي برید سره مخامخ دی، ددې هیواد د ولسمشر مرستیال میخایلو پودولیک په ټیلیګرام لیکلي، چې هیواد یې له دغه برید سره "هیڅ تړاو نه لري".

د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتو عمومي ریاست ویلي چې "د مسکو ترهګریز برید د پوتین په امر د روسیې د ځانګړو خدماتو لخوا پلان شوی او یو قصدي پاروونکی برید و." ددغه ادارې په وینا، ددغه برید موخه د اوکراین سره "د جګړې لا پراخول او متحرک کول" دي.

ملګري ملتونه:

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش ویاند فرهان حق، د جمعې په په یو بیان کې ورځ وویل، چې ښاغلي ګوتریش دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

هغه زیاته کړه چې، ګوټریش "د غمجنو کورنیو او خلکو او د فدراتیفې روسیې حکومت ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په دې اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې د روسیې له حکومت او نورو چارواکو سره په فعاله توګه همکاري وکړي چې "د ترهګرۍ د دې غندنې وړ عمل" عاملین او ملاتړي یې حساب او عدالت ته وسپاري.

د امریکا متحده ایالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه اعلامیه کې ویلي چې: امریکا په مسکو کې پرونۍ خونړۍ تروریستي حمله په کلکه غندي: "موږ د وژل شویو کسانو کورنیو، خپلوانو او ټولو هغو ته چې د دې ناوړه جنایت له امله اغیزمن شوي خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو. موږ ترهګري هر ډول چې وي، غندو او د روسیې له خلکو سره ددغې وحشتناکې پېښې د قربانیانو په غم کې ځان شریک ګڼو."

دمخه تر دې سپینې ماڼۍ د مسکو د "وحشتناک" برید له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې د نورو معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل: "زموږ فکر ددې ناوړه ډزو له قربانیانو سره دی." هغه زیاته کړه، "انځورونه خورا وحشتناک دي او لیدل یې سخت دي."

سپینې ماڼۍ دا هم وویل چې متحده ایالاتو د دې میاشتې په پیل کې روسي چارواکو ته د یو "پلان شوي ترهګریز برید" په اړه خبرداری ورکړی و چې ممکن په مسکو کې "لوی غونډې" په نښه کړي.

چین

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر شي جینپینګ دا برید په کلکه غندلی او پوتین ته یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، شي جينپينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين د هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي، ترهګريز بريد په کلکه غندي او د خپل ملي امنيت او ثبات د ساتلو لپاره د روسيې د حکومت له هڅو ټينګ ملاتړ کوي.

اروپایي ټولنه

اروپايي ټولنې ویلي چې د مسکو برید "حیران او هيښ" کړي دي.

د اروپايي اتحادیې یو ویاند وویل: "اروپایي اتحادیه د ملکي وګړو په وړاندې هر ډول بریدونه غندي. زموږ فکر د ټولو هغو روسي اتباعو سره دی چې اغیزمن شوي دي."

بریتانیا

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون وویل چې بریتانیا په سختو ټکو دا مرګونې ترهګریز برید غندي.

هغه زیاته کړه: " مونږ د قربانیانو له کورنیو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو."

فرانسه

د فرانسې د ایلیسی ماڼۍ په وینا، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د مسکو ترهګریز برید په کلکه غندي چې پړه یې "اسلامي دولت" منلې ده.

د فرانسې د جمهوري ریاست ماڼۍ همداشان ویلي: "فرانسه د قربانیانو، د هغوی له عزیزانو او د روسیې له ټولو خلکو سره خپل پیوستون څرګندوي."

جرمني

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې لیکلي: "د بې ګناه نندارچیانو په وړاندې ناوړه ترهګریز برید." ښاغلي شولتز، برید غندلی او ویلي یې دي چې "زموږ فکر د قربانیانو له کورنیو او ټولو ټپیانو سره دی".

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ایکس شبکه کې په یوه پوسټ کې د برید انځورونه "وحشتناک" بللي دي.

ایټالیا

د ايټاليا صدراعظمې جورجيا ميلوني دغه بريد "يو ناوړه عمل" بللی دی.

میرمن میلوني په یو بیان کې وویل: "په مسکو کې د بې ګناه ملکي وګړو د قتل عام وحشت د منلو وړ نه دی." میلوني همداشان "د اغیزمنو خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره بشپړ پیوستون" څرګند کړی.

ترکیه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ په مسکو کې د موسیقۍ په یوه تالار کې د جمعې د ورځې "وحشیانه ترهګریز برید" وغندله چې ۱۱۵ کسان په کې وژل شوي.

ترکیه له روسیې سره مخ پر ودې اړیکې لري او اردوغان اکثرا د ولسمشر پوتین سره په ټیلیفون خبرې کوي، ځکه چې هغه د مسکو او اوکراین ترمنځ د منځګړیتوب هڅه کوي.

اردوغان په پلازمینه انقره کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل: "موږ دغه وحشیانه تروریستي برید په کلکه غندو چې بې ګناه ملکي وګړي په نښه کوي.

هغه وویل: "ترهګري د منلو وړ نه ده، مهمه نده چې دا د چا څخه راځي یا مرتکب یې څوک وي."

همداشان اسپانیې، سویډن، ډنمارک، اسرائیل، د فلسطین موقتې ادارې، سوریې، ایران، افریقایي ټولنې، وینزویلا، مکسیکو، هند، جاپان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ګډون د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو هم د مسکو برید غندلی او د قربنیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG