د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه مخ په ټیټیدو ده


نړیوال بانک د افغانستان د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې د امریکايي ډالر او یورو په ګډون د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه مخ په ټیټیدو ده.

دغه بانک د یکشنبې په ورځ مارچ لسم( کب ۲۰) په دغه خپور شوي راپور کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې افغانستان ته د ملګروملتونو له خوا د ۱.۸ میلیاردو نغدو ډالرو او له بهرڅخه افغانانو له خوا افغانستان ته د حوالو له لارې د دوو میلیاردو ډالرو د انتقال له امله د امریکايي ډالر پر وړاندې افغانۍ د پام وړ ۲۷ فیصده د ارزښت زیاتوالی ترلاسه کړی وو.

نړیوال بانک ویلي چې د بیې دغه زیاتوالی د سوداګرۍ په برخه کې ۳.۵ میلیاردو ډالرو کسر تاوان جبران کړ چې د اسعارو په سیمه ییز بازار کې د افغانۍ د ارزښت د پیاوړي کیدو سبب شو.

په دې راپور کې ویل شوي چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د بیې لوړیدل په افغانستان کې د انفلاسیون د کمیدو د وارداتو د ارزانه کیدو او د تقاضا د کمیدو سره مرسته کړې ده.

نړیوال بانک ویلي:" د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د افغانۍ پر وړاندې دا جریان بدل شو چې د ټولو عمده بهرنیو اسعارو پروړاندې یې بیه ټیټه شوه. د فبرورۍ تر پای پورې د امریکايي ډالرو پر وړاندې ۵.۴ فیصده، د یورو پر وړاندې ۵.۰ فیصده، د چین د یوان پر وړاندې ۱۳ فیصده، د هندي روپۍ پر وړاندې ۵.۲ فیصده او د پاکستان د روپۍ پر وړاندې ۶.۳ فیصده کمه شوې ده".

دغه بانک ویلي چې د افغانۍ د بیې د کمیدو سره سره د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې تر ۲۸ پورې د یو امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ۷۲.۸۸ بیه د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته لا هم د افغانۍ ۱۸.۲ فیصده د ارزښت زیاتوالی ښيي.

خو د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ امر محمد یوسف سلیم د تیرکال پرتله سږکال د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ د بیې د لوړیدلو خبر ورکړی دی.

محمد یوسف سلیم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په دې اړه لیکلي:" د تیرکال پرتله د افغانۍ ارزښت ۱۵.۴۲ فیصده لوړ شوی او افغانستان بانک په نظر کې لري چې د پولي سیاست د تطبیق په ترڅ کې افغانۍ بیه ثابته وساتي او انفلاسیون کنټرول کړي".

د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د بیې د ثبات لپاره د تیر جمهوري رژيم په څیر هره اونۍ میلیونونه امریکايي ډالر بازار کې لیلاموي. په دې ترڅ کې دغه بانک د یکشنبې په ورځ مارچ لسم ( کب ۲۰) بازار ته ۱۵ میلیونه ډالره وړاندې کړل. تیره ورځ د کابل د شهزاده سرای د پیسو د راکړې وړکړې په بازار کې یو امریکايي ډالر د ۷۰.۸۵ او ۷۰.۹۰ افغانیو سره تبادله کیده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG