په پاکستان کې د تیرې یوې میاشتې راهیسې پښتنو د پوځ د تشدد په ضد احتجاجي غونډې شروع کړیدي. پدغو غونډو کې په زرگونو کسانو گډون کړیدی خو د پاکستان ټیلویژني چینلونه دغه مظاهرې هیڅ نه خپروي.
د وزیرستان د منظور پښتین په مشرۍ دغه احتجاجي غونډې هغه وخت پیل شوی چې د کراچۍ د پولیسو مشر راو انور د جنورۍ په ١٣ یو پښتون ځوان نقیب الله په یوې جعلي پولیس مقابلې کې وواژه
د پاکستان رسنۍ او په خاصه توگه ټیلوژني چینلونه یې دغو مظاهرو ته هیڅ ډول پام ندی کړی چې د فعالینو په وینا دغه په قصدي ډول کیږي.
په ټویټر د بشري حقونو فعال عمار رشید لیکي
"د فیض اباد او د پښتنو احتجاج ته په رسنیو کې د وخت ورکولو ترمنځ لوی توپیر د دی مثال دی چې د پاکستان اداری څنگه ښي لاسی فکر قوي ښکاره کوي او روښان فکره دریځ چې د خلکو تر منځ زیات مقبولیت لري، سنسور کوي."
مونا نصیر په خپل ټویټر لیکلي
"د پاکستان رسنۍ د پښتنو احتجاجي غونډې بیخي نه خپروي."
د دغو مظاهرو یو تنظیمونکی محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې د مظاهرو په وخت کې حتی د انترنیت د سگنلونو بندیدل " د هغوي وارخطایي څرگندوي."
په کراچۍ کې د بشري حقونو یو بل فعال جبران ناصر هم په خپل ټویټر لیکلي
"یواځې د انجوگانو کسان چې د مطبوعاتو د دفترونو مخې ته مظاهرې کوي، د مدني ټولنې غړي نه وي، هغه په زرگونو تنه پښتانه او بلوڅان چې په کویټه کې د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي هغوي هم د مدني ټولتې غړي دي. د پاکستان د ټیلویژنو په سټوډیوگانو او د ورځپاڼو په دفترونو کې د هغوي لپاره څوک راویښ نه شول."
د پاکستان په رسنیو باندې په ټولنیزو رسنیو د دغو اعتراضونو نه علاوه ځیني کسان دا هم فکر کوي چې دغه احتجاجي غونډه دومره مهمه نده لکه څرمره جې په ټولنیزو رسنیو ویل کیږي.
د ډان ورځپاڼې سره کارکونکی اسماعیل خان امریکا غږ ته وایي چې د په ټولنیزو رسنیو داسې ویل کیږي چې گوندی دا یو ملي پاڅون دی خو ځمکني حقایق بدل دي، په حقیقت کې دومره زیات خلک پدغو مظاهرو کې شامل ندي.
هغه زیاته کړه "د بلوچستان حالات هم داسي دي چې هلته کې خبریالان نشي تللی، بلوڅ ملت پالانو هم هغوي ته گواښوه کړي وي، پدی وجه هلته د خبریالانو تگ هم مشکل وي."
له بلې خو د پښتنو د تحفظ غورځنگ مشر منظور پښتین د کویټې د غونډې نه وروسته امریکا غږ ته وویل چې د هغوي د منع کولو ډیر کوښښونه کیږي خو هغوي به هیڅ ډول گواښونو ته تسلیم نه شي او احتجاجي غونډو ته به دوام ورکړي.