د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش (سیګار) دفتر پخپل تازه راپور کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سقوط کیدو عوامل په ډاګه کړي.
دا راپور چې دوشنبه فبروري ۲۷ (کب۸) خپور شوی، سیګار د خپلو څیړنو او موندونو تر څنګ پکې د افغانستان او متحده ایالاتو د څه باندې ۴۰ پخوانیو نظامي او سیاسیي چارواکو سره مرکې کړیدي او په ځانګړې توګه د جمهوري نظام په وروستیو دوو کالونو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په وضعیت تمرکز شوی.
د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا په "وروستۍ شیبې" کې د افغانستان په امنیتي ادارو کې "پراخ بدلون" په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال د مارچ څخه د جون میاشتې پورې هغه څه و چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو یووالی او مورال کمزوری کړ او په نهایت کې د طالبانو پر ضد جګړې کې بې توانه کړل.
په راپور کې ویل شوي پداسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت په چټکۍ مخ په خرابیدو و، جمهور رئیس محمد اشرف غني د هیواد د امنیتي چارواکو په بدلون اخته و او ډیری وخت یې غلزي پښتانه دې څوکیو ته ګمارل.
د سیګار په راپور کې راغلي چې د ښاغلي غني همدا پراخ تغیرات د جمهوري نظام په وروستیو دوو کالونو کې د پښتنو په ګټه د افغانستان د امنیتي سکتور د سیاسي کیدو او قومي کیدو سبب شو.
د غني – عبدالله سیالي
د سیګار په راپور کې د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني او د سولې د عالې شورا د پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له کبله پیدا شوې د پښتو او غیر پښتنو تر منځ سیالي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو "له کاره لویدو یوه تر ټولو غټه سرچینه" بلل شوې.
خو ځینې نور بیا وایي چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې یوازې قومي سیالي نه بلکې د ځوانو او محسنو افسرانو تر منځ هم سیالي وه. د جهادي او مسلکي افسرانو تر منځ جنجالونه یوه بله موضوع ده چې امنیتي ځواکونه یې د جګړې کولو پر ځای په نورو موضوعاتو بوخت کړي و.
پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د واک په وروستیو کالونو کې د افسرانو د ذاتي چارو قانون پلې کیدل پیل کړ او ټینګار یې درلود چې د دې قانون هدف د اصلاحاتو راوستل او د ځوانو افسرانو لپاره د پرمختیا زمینه برابرول دي.
د افغانستان د دفاع وزارت امریکا غږ ته تائید کړې وه چې د افسرانو د ذاتي چارو د نوي قانون پر بنسټ په دغه وزارت کې ۷۰ فیصده جنرالان تقاعد ته سوق و.
خو د سیګار په راپور کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال علیزي د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د اختلافاتو په هکله ویلي، " په ملي اردو کې یو یوه ډله د شوروي د وخت روزل شوي افسران او جنرالان و چې د (بریتورو) په نامه پیژندل کیدل. هغوي په افغانستان کې د امریکا په حضور نه و خوښ. بله ډله بیا مجاهدین و چې هیڅکله یې د بریتورو سره خبرې نکولې. واک د مجاهدینو سره و خو دفتر بریتورو چلاوه ځکه چې هغوي لږ څه ډیر تعلیم درلود او دریم بیا زما په شان د نوي نسل افسران و چې امریکا روزلي و".
د تیمور شاران په نامه یو کارپوه سیګار ته ویلي چې په افغانستان کې ولسوالۍ پدې خاطر د طالبانو لاسته ندي ورغلي چې پوځ جګړه نکوله بلکې پدې خاطر دا کار په امنیتي ځواکونو کې د بدلون له کبله وشو.
هغه ویلي، " په وروستیو اتلسو میاشتو کې ډیره جګړه پوځ نه بلکې پولیسو کوله، خو دا چې په تشکیلاتو کې د بدلون له کبله د پولیسو سیاسي مشروعیت او مورال کمزوری شو، په مسقتیمه توګه د دې سبب شو چې په ۲۰۲۱ کال کې جمهوریت سقوط وکړي".
په همدې حال کې سیګار وایي د هغوي موندنې ښیي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د سقوط تر ټولو مهم عامل د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن لخوا د افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو او قراردادیانو ایستلو پریکړه وه ځکه چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو په یوازې توګه د ځان ساتنې وړتیا نه درلوده.
د امریکا د پوځ یو پخواني قوماندان هم سیګار ته ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه پداسې بڼې جوړ شوي و چې د قراردادیانو د ملاتړ پرته نشوی پایدلی او همدا چې دا ملاتړ ترې لیرې شو، هغوي هم له منځه ولاړل.
د افغانستان د پوځ پخوانیو جنرالانو هم سیګار ته ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې چې امریکایي قراردادیان د افغانستان څخه ووتل، ۶۰ په سلو کې د بلک هاک هیلوکوپترې د پرواز کولو څخه پاتې شوې او پدې معنی چې افغان سرتیري په لیرې پرتو پوستو کې د اکمالاتو څخه بې برخې شول، مهمات ورسره خلاص شول او د روغتیایي خدماتو نه رسیدو له کبله مړه کیدل.
د دوحې تړون :
د سیګار په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د قطر په پایتخت دوحې کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون او د دې تړون څخه وروسته د افغانستان څخه د امریکا د وتلو اعلان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال کمزور کړ.
ځینو افغان چارواکو همدا کار د سقوط "کتلست" بللی. یو پخواني افغان قوماندان سیګار ته ویلي چې د دوحې تړون رواني اغیز په امنیتي ځواکونو دومره ډیر و چې ځینو یې طالبانو ته د تسلیم کیدو په بدل کې معاملې او وړاندیزونه ومنل.
دې قوماندان ویلي، " د دوحې تړون لاسلیک کیدو څخه وروسته افغان سرتیري پوهیدل چې هغوي د جګړې ګټونکي ندي".
د دوحې تړون څخه وروسته سمدستي په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ څخه لاس واخیست او په طالبانو یې هوایي بریدونه هم بند کړل.
په امنیتي ځواکونو او امریکا د غني بې باوري:
په دوحې کې د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د سولې د تړون لاسلیک کیدو څخه وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني په متحده ایالاتو شکمن کیدل پیل کړ. غني شک درلود چې امریکا یې له واکه لیرې کوي.
یو پخواني افغان جنرال ویلي چې جمهور رئیس اشرف غني ډاریده چې پر ضد به یې نظامي کودتا کیږي.
جنرال سمیع سادات پدې هکله سیګار ته ویلي، " غني په یو داسې جمهور رئیس بدل شوی چې په هر چا یې شک کاوه. هغه د خپلو هیوادوالو او هغو افغان افسرانو څخه بیریده چې امریکا روزلي و".
د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د کابل د سقوط څخه یوازې څو اوونۍ وړاندې جمهور رئیس محمد اشرف غني د ځوانو افغان افسرانو پر ځای چې امریکا روزلي و، هغه جنرالا د قول اردوګان مشران وټاکل چې د پخواني شوروي اتحاد پر وخت یې دنده کړې وه. ښاغلي غني دا کار ځکه کاوه چې د ځوانو افسرانو پر ځای یې پخواني افسران ځانته وفادار بلل.