د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش (سیګار) د سه شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) یو رپوټ خپور کړی چې په کې یې په افغانستان کې د امریکا د بیا رغاونې شل کلنو هڅو لوړې ژورې، بریاوې او نیمګړتیاوې ارزولي دي.
سیګار چې په وروستیو ۱۳ کلونو کې یې په افغانستان کې د امریکا د بیارغاونې هڅې څارلي وایي، ۲۰ کاله وروسته په افغانستان کې زیات څه ښه شوي او یا ندي ښه شوي. د سیګار په وینا که هدف بیارغاونه او د یو داسې هیواد شاته پریښودل وو چې ځان وساتلی شي او د متحده ایالاتو ملي امنیتي ګټو ته لږ ګواښ متوجه وي، په دې اړه په افغانستان کې عمومي انځور تیاره دی.
سیګار وایي پدې کې شک نشته چې د امریکا په مداخلې سره د میلیونونو افغانانو ژوند بهتر شوی، د ژوندانه توقعات زیات شوي، د زیږون پر وخت د ماشومانو د مړینې کچه راټیټه شوې، د نورو پرمختیاو تر څنګ انفرادي کلنی عاید او د سواد کچه لوړ شوي دي. ددغو لاسته راوړنو سره سره عمده پوښتنه داده چې دا د امریکا پانګونه متناسبې دي او دا چې د امریکا له وتلو وروسته دوام کولای شي او که نه؟ د سیګار ارزونه وایي چې نه.
سیګار وایي د امریکا حکومت په پرله پسې توګه د یوې منطقي ستراتیژۍ د جوړولو او پلي کولو هڅه وکړه چې په افغانستان کې یې عملي کړي. خو د سیګار په وینا هیڅ یوې موسسې لازم فکر، تجربه او منابع نه درلودې چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره ستراتیژي جوړه او مدیریت کړي.
سیګار وایي د امریکا حکومت په پرله پسې توګه د افغانستان د بیارغاونې لپاره لازمه موده کمه اټکل کړې وه او غیر واقعي مهالویش او توقعات یې رامنځته کړي وو چې چټګو لګښتونو ته یې لومړیتوب ورکاوه. دغه انتخاب د اداري فساد د زیاتېدو او د پروګرامونو د موثریت د راکمېدو سبب شول.
سیګار همداشان وایي امریکايي چارواکو پدې اړه چې د افغانستان بیارغاونه څه ډول وي د واقعي لاسته راوړنو پر ځای خپلو سیاسي صلیقو ته برتري ورکوله. امریکایي چارواکو په ناسم باور داسې څرګند مهالویش جوړ کړ چې په واشنګټن کې نیول شوی تصمیم ښایي د افغاني پیچلو تاسیساتو، واکدارانو او ټولنو حساب بدل کړي چې د طالبانو له لورې له ازمون سره مخامخ دي.
سیګار وایي زیات تاسیسات او زیربنايي پروژې چې امریکا په افغانستان کې جوړې کړې بې دوامه وې. د وخت په اوږدو کې د امریکا پالیسۍ ټینګار وکړ چې د بیا ودانولو ټولې امریکایي پروژې باید اوږدمهال اغیز ولري، خو افغانانو اکثر دا ظرفیت نه درلود چې ددغو پروژو مسولیت په غاړه واخلي. په غبرګون کې د امریکا حکومت هڅه وکړه چې افغاني تاسیسات خپل ظرفیت لوړ کړي خو دغو تاسیساتو د چټک پرمختګ لپاره اکثر د امریکا د غوښتنو مطابق کار نه کاوه. په افغانستان کې د متحده ایالاتو د بیارغاونې په میلیاردونو ډالر هغه وخت ضایع شول چې د پروژو څخه ګټه وانخیستل شوه او یا هم ونه رغول شوې.
د سیګار په وینا د امریکا د حکومت دا نه وړتیا چې سمو خلکو ته سم وظایف په سم وخت کې ورکړي ددې ماموریت یوه د خورا مهمو ناکامیو څخه وه. د سیګار په وینا په افغانستان کې امریکایي پرسونل اکثر لازم شرایط نه درلودل او کمې زده کړې یې درلودې او هغوی چې وړتیا یې درلودله د هغوی ساتل مشکل وو.
سیګار لیکلي چې د امریکا حکومت د افغانستان په شرایطو نه پوهیده او پدې خاطر یې خپلې هڅې سمې سمبالې نشوای کړای. په افغانستان کې په روانو ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي شرایطو باندې ناپوهي د ستراتیژۍ د عملیاتي او تکتیکي برخو د ناکامۍ یو خورا مهم عامل و.
سیګار وایي امریکایي چارواکو ډیر کم حتی په متوسطه توګه د افغاني چاپیریال پوهاوی نه درلود. د سیګار په وینا ډیر اشتباه ګانې د هغې نه لیوالتیا زیږنده وې چې ممکن موجود معلومات یې له پامه غورځول. د سیګار په وینا په زیاتو پیښو کې د امریکا د حکومت وړاندیز دا و چې داسې انقلاب راولي کوم چې د افغانستان موجود ټولنیز سیستم په غربي یا «عصري» سیستم واړوي. سیګار وایي که نیت داو چې تاسیسات له صفر نه جوړ شي د هیواد لرغوني سیستم باندې پوهاوی او د هغه په چوکاټ کې کار کول اړین وو.
سیګار زیاته کړې چې د امریکا د حکومت موسسو د خپلو کارونو ډیره کمه څارنه او ارزونه کړې ده چې په افغانستان کې د خپلو بیارغاونې د هڅو په اغیزو پوه شي.
سیګار همداشان ویلي چې ښایي په راتلونکې کې داسې وخت راشي کله چې په ځانګړو برخو او یا جمعیت باندې د یاغیانو نفوذ او یا کنترول د امریکا د متحده ایالاتو ګټو ته ژر پېښیدونکی ګواښ وګڼل شي. که د امریکا حکومت دغه احتمال ته ځان تیار نکړي ښایي یو ځل بیا هڅه وکړي چې لازمه پوهه او ظرفیت رامنځته کړي. لکه په افغانستان او عراق کې چې ولیدل شول ددې کار ترسره کول مشکل، پر مصرفه او د مخنیوي وړ اشتباګانو د رامنځته کیدو سبب کیدای شي.