د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې د جنوبي کوریا د حکومت له خوا افغانستان سره د مرسته شوو څه باندې ۲۵۰۰ ټنو وریجو لومړۍ چوبه په ختیځو ولایتونو کې ددغې ادارې ګودامونو ته رسیدلې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د سه شنبې په ورځ جولای څلورم (چنګاښ ۱۳) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې ټاکل شوې د جنوبي کوریا د وریجو دا مرسته به ژر په ختیځو ولایتونو کې مرستو ته اړو کورنیو باندې وویشل شي.
د خوړو نړیوال پروګرام ددې اونۍ په سر کې وویل، چې د هند له خوا افغانستان سره د مرسته شویو لس زره ټنه غنمو لومړۍ جوپه د هرات ولایت ته رسیدلې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د هند د لس زره ټنو غنمو دا مرسته په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان سره د دغه هیواد د ۴۰ زره ټنو غنمو د مرستې سربیره شوې ده.
هندوستان تیرکال افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ زره ټنو غنمو مرسته کړې وه، چې د پاکستان د حکومت په موافقه د هندي غنمو مرسته په استثنايي ډول د واګې بندر له لارې د خوړو د نړیوال پروګرام په واسطه افغانستان ته انتقال شوي وه.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې هندي غنم به په هرات کې اوړه کیدو وروسته په ټول افغانستان کې مرستو ته په اړو کسانو وویشل شي.
د هند د غنمو او د جنوبي کوریا د وریجو دا مرستې په داسې حال کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته رسیدلې، چې دغې ادارې ویلي، چې د اکتوبر د میاشتې وروسته دا ادره په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره پیسې نلري.
د خوړو نړیوال پروګرام سه شنبې په ورځ جولای څلورم (چنګاښ ۱۳) ویلي، چې د ملګرو ملتونو سره د مرستو د نشتون له امله یې د هغو کسانو شمیر پنځه میلیون ته راکم کړی، چې دا اداره هره میاشت په افغانستان کې ورسره د خوړو مرستې کوي.
تیره اونۍ افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مشرې میرمن شا و وې لي، د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د اکتوبر میاشتې وروسته د خپلو پروګرامو د تمویل لپاره هیڅ پیسې نلري.
میرمن شا و وې لي، ویلي: "مونږ په دې وتوانیدو، چې د پنځه میلیونو کسانو لپاره تر راتلوونکو دوو میاشتو مرستې برابرې کړو، خو د هغې وروسته مونږ نورې منابع نلرو".
د رویټرز د خبري اژانس د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې ویلي، چې د مرستو کمیدل به د اګسټ په میاشت کې پیل شي او د سپټمبر په میاشت کې به مرستې لا کمې او د اکتوبر په میاشت کې به بندې شي.
افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو له امله ملګرو ملتونو د جون په میاشت کې د دغه هیواد لپاره د بشري مرستو غوښتنه کې څه باندې یو میلیارد ډالر کموالی راوست.
نړیوال کارکوونکي افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کیمدو په علتونو کې د نړۍ په نورو برخو کې د بحرانونو پیښیدل او هم د طالبانو د حکومت له خوا د ملګرو ملتونو په ګډون د مرستو رسونې په ادارو کې د ښځو په کار بنذیز ښيي.
طالبانو د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه، چې بیا وروسته یې د روان کال د اپریل په میاشت کې افغان میرمنې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم له کار څخه منع کړې.
د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو د نشتون د ستونزې سره مخ دي