د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان لوبډلې روزونکی: که پچه ګټو یا بایلو، هڅه به کوو تر هالنډ ښه ولوبېږو


د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکی جانتن ټرووټ
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکی جانتن ټرووټ

افغانستان د روان ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ نومبر درېیمه (لړم۱۲) د هند په لکهنو کې خپله اوومه لوبه له هالنډ سره کوي.

افغانستان تر دې دمه په شپږو لوبو کې درې لوبې ګټلې او هالنډ بیا په همدومره لوبو کې دوې ګټلې دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکي جانتن ټرووټ تر لوبې یوه ورځ مخکې په خبري کنفرانس کې هیله وکړه چې لوبډله یې د لوبو ګټل روان وساتي.

ټرووټ وویل چې لوبغاړي یې له هالنډ سره لوبو ته چمتو دي. هغه زیاته کړه: «که پچه ګټو یا بایلو، یا اول بیټینګ کوو او یا بالینګ، موږ باید مطمین شو چې سبا تر هالنډ ښه لوبه وکړو.»

جانتن ټرووټ وویل چې افغانستان ځینې ښې لوبډلې ماتې کړې خو دا یې ومنله چې د هالنډ خلاف لوبه هم ورته یو «چایلنج [ننګوونه] ده» او په خبره یې د هالنډ لوبډله په ښه حالت کې ده او «لیوال یو چې ورسره مخامخ» شو.

د افغانستان لوبغاړی اکرام علي خېل له سري‌لانکا سره په لوبې کې ژوبل شوی و، جانتن ټرووټ وویل چې هغه د هالنډ سره لوبې ته چمتو دی. اکرام علي خېل په تېرو لوبو کې د ویکټ ساتنې ترڅنګ په توپ وهنې کې هم ښه ځلېدلی دی.

هالنډ په دغه نړیوال جام کې د جنوبي افریقا غښتلې لوبډلې او بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې.

له هالنډ سره لوبه د افغانستان لپاره ځکه مهمه ګڼل کېږي چې په ګټلو سره به یې د نړیوال جام نیمه پایلو ته ورتګ کې مرسته وکړي. افغانستان دا مهال د لسو لوبډلو په جدول کې په شپږم مقام کې دی او که له هالنډ څخه یې وګټي، څلورم مقام ته پورته کېږي.

ټروټ افغان توپ اچوونکي او توپ‌ وهونکي هم ښه یاد کړل چې په خبره یې تر دې دمه د نړیوال جام په سیالیو کې ښه لوبېدلي دي. د جانتن ټرووت د خبري کنفرانس ویدیو د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې خپره شوې ده.

د افغانستان بله لوبه د را روانې سه شنبې په ورځ له جنوبي ‌افریقا او ورپسې د جمعې په ورځ له استرالیا سره دي. که افغانستان خپلې درې واړه لوبې وګټي، نیمه پایلوبو ته وتلای شي.

د نړیوال جام په سیالیو کې لس لوبډلې لوبېږي. دا درېیم ځل دی چې افغانستان د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې لوبېږي. افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې یوه لوبه هم ګټلې نه وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG