د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د اوبو زېرمو په کمېدو د روحاني اندېښنې


د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، په دغه هېواد کې د اوبو د زېرمو کمېدل د اندېښنې وړ دي.

ښاغلي روحاني د دوشنبې په ورځ د ایران کرنې وزارت له مسؤلینو سره لیدنه کې ویلي چې د اوبو د زېرمو کمېدو له اړخه ایران په ښه حالت کې نه دی.

د ایران د تسنیم اژانس د راپور له‌مخې ښاغلي روحاني په ایران کې د اوبو د زېرمو کمېدل د خلکو له امنیت سره تړلې موضوع بللې ده.

روحاني ویلي:"که چیري اوبه نه وي نور ګڼ مشکلات رامنځته کېږي، له دې امله دا د خلکو له امنیت سره تړاو لري."

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې د ایران له یو شمېر سیمو څخه د وچکالۍ له امله د اوبو کمېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

له افغانستان سره پر پله د ایران یو شمېر سیمې د افغانستان د هلمند سیند له اوبو څخه خړوبېږي چې په دې وروستیو په افغانستان کې هم د بارانونو د کمېدو له امله د هلمند سیند اوبه هم کمې شوي دي.

دوه کال وړاندې افغان حکومت ویلي و چې د هېواد د لوېدیځې برخې اوبه به مدیریت او په ټول هېواد کې به د اوبو د مهارولو او مدیریت په هدف به ۲۱ لوی او واړه بندونه جوړ کړي.

د ایران ولسمشر هغه مهال ویلي و چې هېواد یې په افغانستان کې د اوبو د بندونو په اړه بې تفاوته نشي پاته کېدای.

د افغانستان د اوبو د بندونو په اړه د روحاني څرګندونې د افغانانو لخوا وغندل شوې او پر ضد یې لاریونونه وشول.

XS
SM
MD
LG