د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د ګواښونو سره سره امریکا د اوکراین سره نظامي مرستې ډېروي


سره لدې چې روسیې په ناټو او متحده ایالاتو غږ کړی چې اوکراین ته د وسلو ورکول بند کړي خو واشنګټن تازه د کانګریس څخه د ۳۳ ملیاردو ډالرو غوښتنه کړې چې کیف ته د جګړې لپاره پرې وسلې او نور تجهیزات برابر شي.

متحده ایالاتو تیره اوونۍ د اوکراین سره د نظامي مرستو په لارو چارو د بحث لپاره په جرمني کې په یوې نظامي اډې کې د ۴۰ هیوادونو نظامي مشران او جګپوړي چارواکي هم رابللي وو.

د دې غونډې څخه وروسته د روسیې جمهور رئیس ولاد میر پوتین خبرداری ورکړ "که هر هیواد د کیف په استازیتوب د بهر څخه مداخله وکړله، د تالندې په شان چټک ځواب به ورکړل شي".

پوتین وویل:" مونږ ټول وسایل لرو چې هیڅوک یې د لرلو باټې نشي وهلی. مونږ یې په اړه باټې نه وهو بلکې که اړتیا یې وي، وبه یې کاروو".

سره لدې چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین اشاره ښایي د اتومي وسلو څخه کار اخیستو ته وه خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د مسکو د ګواښونو پروا نده کړې او د اوکراین سره یې د ملاتړ لپاره د مرستو غوښتنه څو چنده ډیره کړې.

متحده ایالاتو د روان کال د فبروري د میاشتې د ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، د کیف سره په میلونونو ډالرو نظامي او نورې مرستې کړي خو ښاغلي بایډن تازه د کانګریس څخه د ۳۳ ملیاردو ډالرو مرستو غوښتنه کړې چې ۲۰ ملیارده یې یوازې وسلو او مهماتو ته ځانګړې شوې.

واشنګټن د جګړې په پیل کې اندیښنه درلوده چې که د اوکراین پوځ ته د دفاع کولو تر اندازې پورته وسلې ورکړل شي، د دې خطر شته چې ناټو او متحده ایالات په مستقیمه توګه د روسیې سره په شخړې واړوي.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د وخت په تیریدو سره دا نظریه له پامه غورځولې او د اوکراین پوځ سر یې د درنو توپچي، هیلوکوپترو او برید کوونکو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو مرستې کړي.

د دفاع وزارت دا هم په ډاګه ویلي چې په جرمني کې د اوکراین سرتیرو ته د هغو وسلو د استعمالولو روزنه ورکوي چې متحده ایالاتو ورکړي.

واشنګټن د فبروري په میاشت کې ویلي چې د اوکراین سره دا مرستې پدې خاطر کوي چې دا هیواد وکړی شي وپایي خو اوس متحده ایالات وایي هدف یې په اوږدمهال کې د روسیې کمزورې کول دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آستن د همدې اوون په سر کې کیف ته د سفر کولو څخه وروسته وویل، " مونږ غواړو روسیه تر هغې اندازې کمزورې کړو چې بیا په اوکراین باندې د یرغل په شان بل داسې اقدام ونشي کړی".

XS
SM
MD
LG