د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: روسیه درواغ وايي چې واشنګټن د کرملین په برید کې رول لري 


جان کربي
جان کربي

روسیې په متحدو ایالتونو باندې تور لګولی دی چې د کرملین په ودانۍ باندې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې دخیل دی، خو سپینې ماڼۍ دا تور رد کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي روسیه په درواغ ویلو تورنه کړه چې واشنګټن یې په دې برید کې دخیل بللی دی.

روسیه ادعا کوي چې د کرملین په ودانۍ باندې یې د چهارشنبې په ماښام د دوو بې پیلوټه الوتکو [ډرون] برید شوی چې دوی دا الوتکې له کاره غورځولي دي. کرملین وايي چې اوکراین د ولسمشر ولادمیر پوتین د وژلو پلان جوړ کړی و، خو کیف دا تور رد کړی دی.

د کرملین ویاند دمتري پسکوف په دغه برید کې واشنګټن هم دخیل وباله. هغه وویل: «د دا ډول بریدونو پرېکړې په کیف کې نه کېږي، بلکې په واشنګټن کې کېږي. کیف یوازې هغه څه کوي چې ورته وویل شي.«

خو جان کربي د «MSNBC» چاینل ته وویل: «موږ له دې [برید] سره هېڅ کار نلرو. ساده او واضحه خبره دا ده چې پسکوف درواغ وايي.»

نوموړي وویل چې واشنګټن د اوکراین له لوري د اوکراین له خاورې څخه د باندې د برید ننګه او غندنه نکوي.

هغه زیاته کړه: «موږ له هغوی سره په ښکاره او په خصوصي مجالسو کې دا خبره واضح کړې ده چې نه یې هڅوو او نه یې د دې جوګه کوو چې له اوکراین څخه د باندې برید وکړي.»

کرملین وايي چې برید د هغې ودانۍ په کنبدې باندې شوی دی چې د ولسمشر ولادمیر پوتین دفتر په کې دی.

د اوکراین ولسمشر په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي او ویلي دي چې دوی په اوکراین کې دننه د خپلو کلیو او ښارونو څخه دفاع کوي.

XS
SM
MD
LG