پیس یا Vitiligo هغه حالت ته ویل کیږي چې د بدن پوټکی د ملانین په نامه ماده چې د پوټکي، ویښتانو او سترگو رنگ ټاکي، له لاسه ورکړي. یو شخص هغه وخت په پیس اخته کیږي چې په بدن کې د ملانین د تولید حجرات له منځه لاړ شي او یا هم ددغې مادې په تولید کې ځنډ رامنځ ته شي.
په عمومي توگه پیس چې په عربي کې ورته "حیدري" وایي د یوې بیرنگه کوچنۍ ساحې نه پیل کیږي او د وخت په تیریدو سره د هغې سپین رنگه ټاپې پر پوټکې زیاتیږي. ددې افت په پرمختگ سره د بڼو، وریځو، ږیرې او بریتو په گډون د ویښتانو مخکې له وخته سپینیدل د خولې د وښکیو او د سترگو د داخلي قشر یا "شبکیه" د رنگ بدلون هم معمول دي.
د پوټکي د رنگ بدلون یا پیس کیدل تر ډیره له هغو برخو څخه پیل کیږي چې د لمر رڼا پرې لگي لکه د لاسونه شا او پښې، مخ او شونډې او مټې. همداشان غاړه، تخرگي، څنگلې، زنگونونه او تناسلي اله او د دغو ساحو شاوخوا برخې د پیس کیدو لپاره معمول دي.
په سلو کې شاوخوا یو فیصد خلک پیس کیږي او دغه جلدي ستونزه درملنه نه لري. یواځې د هغه د پرمختگ د مخنیوي هڅه کیدای شي. خو په ډیرو کمو مواردو کې دغه افت پرته له درملنې په خپل سر له منځه ځي.
د نژاد له پلوه دغه جلدي افت یو شان رامنځ ته کیږي او نارینه د ښځو په پرتله یو څه زیات پرې اخته کیږي. پیس کیدل د عمر په هر دوره کې رامنځ ته کیدای شي، خو شمیرې ښیي چې په اکثر اخته کسانو کې له ٢٠ نه تر ٣٠ کلنۍ پورې د پیس لومړني علایم رامنځ ته شوي دي.
د پیس کیدو عمده دلایل ندي معلوم، خو ډاکتران او پوهان پدې باور دي چې وراثت، صدمې، د بدن د دفاع یا ایمني سیستم مشکلات او کمزوري کیدل، تشویش او زیات اضطراب، د لمر په وړانگو زیات سوزیدل او د یو شمیر کیمیاوي موادو سره تماس کیدای شي چې پیس رامنځ ته کړي. په پیس اخته له هرو دریو څخه یو یې پدې افت باندې د اخته کیدو کورنۍ سابقه لري.
سره له دې چې پیس ساري ناروغي نده او ژوند نه گواښي، پر پوټکي باندې ددغه ناروغۍ د بیرنگه ټاپو شتون په ځانگړې توگه د بدن پر هغو برخو چې ښکاري لکه مخ، لاسونه او پښې د اکثرو اخته کسانو لپاره زورونکي دي.
ډاکتران سپارښتنه کوي هغوی چې په پیس اخته دي او یا لومړني اثار یې پر خپل پوټکي گوري د لمر د رڼا سره له تماس نه ځان وساتي او تل د لمر د وړانگو له ژغورونکو کریمونو نه استفاده وکړي.
د بدن هغه برخې چې پیس او بیرنگه شوي د لمر له وړانگو سره ډیرې حساسې او تاواني کیدونکې دي. داسې خطر شته چې دغه برخې د لمر د گرمۍ له وجې وسوزي، پوټکې یې له منځه لاړ شي او حتی د پوټکې دغه اغیزمنې شوې ساحې په سرطان ناروغۍ اخته شي.