د لاس رسي وړ اتصالات

د بوی د حس قوت د عمر د اوږدوالي سره تړاو لري – څیړنه


یوه نوې څېړنه ښيي هغه کسان چې د بوی کولو حس یې کمزوری وي امکان لري چې په ځینو عصبي ناروغيو اخته وي.

څېړنه وايي د پاخه عمر هغه کسان چې د بوې کولو حس یې ښه وي ډېر عمر کوي خو هغوی چې د بوی کولو حس یې کمزوری وي او بوی ژر نه احساسوي، کم عمر کوي.

دغه څیړنه د امریکا د متحده ایالاتو د میشیگن ایالتي په پوهنتون کې شوې ده او په کې ٢٢٨٩ کسانو برخه اخیستې وه چې عمرونه یې د ٧١ نه تر ٨٢ کالو پورې وو.

پدې څیړنه کې چې د بېلابېلو نژادونو خلکو په کې برخه اخیستې وه دولس بېلابېل هغه بویونه ارزول شوي چې په ورځني ژوند کې معمول دي.

څیړنه د ١٣ کلونو په ترڅ کې شوې او د گډون کوونکو له جملې نه پدغه کې موده ١٢١١ تنه یې مړه شوي دي. پوهانو موندلې هغه کسان چې ژر مړه شوي وو د بویې حس یې کمزوری او هغوي چې وروسته مړه شوي او یا هم لا ژوندي دي د بوی حس یې قوي و.

د دغې څیړنې لاسته راوړنې چې د امریکا په طبي ژورنال کې چاپ شوي ښيي چې د ډېر عمر لرونکو کسانو د بوی کولو د حس کمزوري کیدل د هغوی د عمومي روغتیا د خرابېدو لومړۍ نښې وې.

پوهان وایي چې د ډېر عمر لرونکو کسانو د بوی کولو د حس له کمزوري کیدلو وروسته د پارکینسن، الزایمر او عقلي زوال په څېر بیماریو پیدا کیدلو چانس ډیریږي.

ددې نوې څیړنې یو محدویت دا و چې پوهانو د پوزې د جراحۍ او مزمن حساسیت په څیر عواملو تاریخچه نه وه اخیستې چې د یو شمیر گډون کوونکو د شامعې د حس د کمزورتیا سبب شوي وو.

XS
SM
MD
LG