د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي د ویانا په مذاکراتو کې د ژمنو توازن نشته 


د خبرو بهیر
د خبرو بهیر

د ایران یو لوړ پوړی چارواکي وايي واشنګنټن او تهران نه دي توانېدلي چې د اتومي موافقې د بیا ژوندۍ کولو لپاره د ویانا په خبرو کې په خپلو ژمنو کې «توازن» رامنځ ‌ته کړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني نن یکشنبه فبروري شپږمه «سلواغه ۱۷) په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د ویانا په خبرو کې د محدود پرمختګ سره سره لا هم د دخیلو غاړو په ژمنو کې یو لازم توازن ته له رسېدو څخه لېرې یو.»

نوموړي لیکلي دي: «په واشنګټن کې سیاسي پرېکړې د ژمنو د توازن ضرورتونه دي چې یوې ښې مواقې ته ورسېږو.»

د ایران او نړۍ د زبر ځواکو هېوادونو ترمنځ د ویانا خبرې تېره اونۍ بندې شوې او مذاکره چیان د نورو مشورو لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزوپ بوریل تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په تیلیفوني خبرو کې هیله وښوده چې ټولې دخیلي غاړې بېرته له یوې ښکاره اجنډا سره راوګرځي او سیاسي پرېکړې وکړي.

په دغو خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین عبداللهیان وویل چې په خبرو کې مثبت پرمختګونه شوي «خو لا هم زموږ د توقعاتو سره برابر نه دي. موږ د یوې ښې موافقې په لټه یو خو په خپلو ملي ګټو او سرو کرښو هم تمرکز کوو».

د فرانسې خبري‌ اژانس وایي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزات د جمعې په ورځ وویل چې د «ګډ اقدام هر اړخیز پروګروام» ته د بیا ورګرځېدو لپاره د یو ضروري تخنیکي ګام په پورته کولو سره د ایران په ملکي اتومي پروګرام باندې بندیزونه لېرې کوي.

په دې کار سره د نړۍ نورو هېوادونو او شرکتونو ته هم فرصت برابرېږي چې د ایران په ملکي‌ اتومي پروګرام کې ونډه واخلي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي: «په اسنادو کې چې څه لیکل کېږي، ښه دي‌ خو کافي‌ نه دي. موږ په سیاسي، حقوقي او اقتصادي برخو کې ضمانت غواړو.»

د ایران اتومي پروګرام ته د بیا ورګرځېدو لپاره خبرې اترې څو میاشتې مخکې پیل شوې.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه په یو طرفه ډول ووت، هغه وویل چې دا تړون خلاوې لري او ایران ته یې ګټه ډېره رسیږي.

دا تړون په ۲۰۱۵ کې لاسلیک و چې په اساس به یې په ایران بندیزونه ختمیږي او ایران به یې په بدل کې د یوریانیمو د پروګرام غني کول بندوي.

XS
SM
MD
LG