د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د بندیزو لیرې کیدو په هکله د امریکا اقدامات کافي ندي


امریکا ویلي چې د تخنیکي اړتیا له کبله د ایران په ملکي اتومي پروګرام د بندیزونو څخه تیریږي خو ایران وایي دا قدامات کافي ندي.
امریکا ویلي چې د تخنیکي اړتیا له کبله د ایران په ملکي اتومي پروګرام د بندیزونو څخه تیریږي خو ایران وایي دا قدامات کافي ندي.

وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل د ایران په ملکي اتومي پروګرام د بندیزونو څخه تیریږي او دا کار یې د ایران اتومي تړون سره د بیرته یو ځای کیدو لپاره یو تخنیکي اړتیا وبلله د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا اقدام ښه، خو کافي ندی.

د ایران رسمي خبري اژانس (اسنا) د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله لیکلي، " د ځینو بندیزونو لیرې کول په ریښتینۍ نړۍ کې د هغوي د ښه نیت ترجماني کوي .هغه څه چې په کاغذونو کې شوي ښه دي، خو کافي ندي".
ښاغلي عبداللهیان ټینګار وکړ چې د ایران د اتومي تړون په خبرو کې یوه تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې دا ضمانت تر لاسه شي چې د امریکا متحده ایالات بیا ترې ونه اوځي.

هغه وویل چې د تړون په ځینو برخو کې موافقې شوې خو زیاته یې کړه چې په "سیاسي، حقوقي او اقتصادي سکتور کې د ضمانت غوښتنې مو کړي. "

متحده ایالاتو او د نړۍ ځواکمنو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره دا تړون پدې شرط لاسلیک کړی و چې په ایران به اقتصاي بندیزونه لیرې کیږي او په بدل کې به یې دا هیواد خپل اتومي فعالیت محدودوي.

خو د امریکا د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس په ۲۰۱۸ کال کې خپل هیواد د دې تړون څخه وایست او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله.

د اتریش په پایتخت ویانا کې په اتومي تړون کې د امریکا او ایران د بیرته یو ځای کیدو په هکله خبرې چې د څو میاشتو راپدیخوا روانې دي، تیره اوونۍ وځنډیدې او په خبرو کې ګډون کوونکي خپلو هیوادونو ته د لا ډیرو سلا مشورو لپاره ستانه شوي.

ښایي دا خبرې بله اوونۍ بیرته پیل شي.

XS
SM
MD
LG