د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په دایمي جنګ کې ښکېل نه یو- پنټاګون


امریکايي چارواکي وايي افغانستان کې یې د ځواکونو موجودیت په حالاتو پورې تړلی دی
امریکايي چارواکي وايي افغانستان کې یې د ځواکونو موجودیت په حالاتو پورې تړلی دی

شاوخوا ۱۷ کال کیږي چې امریکايي ځواکونه افغانستان کې دېره دي، خو لا امریکا له دغه هېواد نه د خپلو ځواکونو د ویستلو دقېقه نېټه نه اعلانوي.

د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس وايي افغانستان کې یوازې امریکايي ځواکونه نه دي دیره بلکې د ناټو ۳۹ غړي هېوادونو پوځ هلته د ملګرو ملتونو له لوري د یو پېژندل شوي حکومت په ننګه ماموریت مخ ته وړي.

ښاغلي متیس وویل د امریکا موجودیت ته باید په افغانستان کې د دایمي موجودیت په سترګه ونه کتل شي. هغه وویل " زه دا نشم ویلی چې آیا موږ به پنځه کال وروسته هم په افغانستان کې ځواکونه ولرو؟ موږ باید انتظار وکړو او حالاتو ته وګورو، دا مسایل په حالاتو پورې تړلي دي."

ښاغلي متیس د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۸) په واشنګټن کې د امریکا د پوځ د لوی درستیز جوزف دنفورد سره خبرې کولې.

ښاغلي دنفورد وویل" موږ په جنوبي اسیا کې خپلې دایمي ګټې لرو. دیپلوماتیکې او امنیتي ګټې لرو. موږ به د خپل نفوذ د ساتلو لپاره په سیمه کې پاتې یو. "

نوموړي همدغه راز وویل چې هغه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اوسنی موجودیت هلته د دایمي موجودیت او ژمنتیا په مانا نه ګڼي.

امریکا له ۲۰۰۱ راهېسې په افغانستان کې ځواکونه لرې. ناټو د امریکا په مشرۍ له افغان حکومت سره مرسته او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي. په لومړیو کلونو کې څه باندې ۱۰۰زره نړیوال ځواکونه افغانستان کې دېره وو چې ډېره برخه یې امریکايان وو.

خو اوس امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ سرتېري لرې چې افغان ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي، هغوی روزي او تجهیزوي.

ولسمشر ټرمپ تېرکال د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلان کړه او پر پاکستان یې فشار راوړ چې په خپلې خاورې کې د ترهګرو پناه ځایونه وتړي او ترهګر وځپي.

ښاغلی ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو د مهالوېش د اعلان سره کلک مخالف دی. د امریکا د دفاع وزیر او پوځ لوی درستیز داسې مهال په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د دایمي پاتې کېدو او نه پاتې کېدو په اړه خبرې کوي چې افغان او امریکایي چارواکو هلې ځلې پیل کړي دي چې د افغانستان جنګ ته سیاسي حل ومومي.

کابل او واشنګټن ټېنګار کوي چې باید د افغانستان د سولې مذاکرات د افغانانو له لوري او د افغانانو په مشرۍ وشي، خو طالبان وايي چې دوی له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نکوي خو له امریکایي چارواکو سره یې کوي.

XS
SM
MD
LG