د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د اورګاډو ټکر کې دوه مړه او لسګونه ژوبل شول 


پېښه د یکشنبې په سهار د جنوبي کارولینا په ایالت کې وشوه
پېښه د یکشنبې په سهار د جنوبي کارولینا په ایالت کې وشوه

چارواکي وايي د امټرک د ترانسپورتي شرکت یو مساپر وړونکي اورګاډي له بل اورګاډي سره ټکر شو او له پټلیو ووت.

پېښه د یکشنبې په سهار ( فبرورۍ۴) د امریکا د جنوبي کارولینا په ایالت کې شوې ده. په پېښه کې دوه مساپر مړه شوي‌ او شاوخوا ۷۰ تنه نور ژوبل دي.

د امټرک شرکت چارواکي وايي‌ اورګاډي د نیویارک-میامي ترمنځ سفر کاوه چې د جنوبي کارولینا د کولمبیا په سیمه کې له بل اورګاډي سره ټکر شو.

اورګاډي کې ۱۳۹ مساپر او د امټرک اته کارکوونکي سپاره وو. د زخمیانو په اړه هم نور معلومات ورکړل شوي‌ نه دي خو ویل کیږي چې ځيني سطحي خوږ شوي دي.

په امریکا کې له یو ایالت څخه بل ایالت ته د سفر کولو لپاره پر الوتکو سربېره خلک په اورکاډو کې هم تګ راتګ کوي، چې وخت ناوخت دا ډول پېښې رامنځ‌ ته کیږي.

دا په تیرې یوې اونۍ کې د امټرک اورګاډو دوهمه پیښه ده. تیره اونۍ یو اورګاډی چې د کانګرس د استازو د خونې مشر، پاول راین، او یو شمیر نور جمهوري غوښتونکي قانون جوړونکي پکښې سپاره وه د غربي ویرجنیا په لاره له پټیلو ووت. په هغه پيښه کې يوازې څو تنه سطحي ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG