د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران ته مو په کرمان کې د ترهګریز برید په اړه خبرداری ورکړی و


د روان کال د جنورۍ په دریمه نېټه، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۹۰ تنه ووژل شول.
د روان کال د جنورۍ په دریمه نېټه، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۹۰ تنه ووژل شول.

د امریکا متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځمه) وویل، د ایران په جنوب ختیځ کرمان ښار کې ددې میاشتې د خونړيو بریدونو وړاندې یې، د دغه هېواد دننه د ترهګریز ګواښ د موجودیت په اړه تهران ته خبرداری ورکړی و.

د روان کال د جنورۍ په دریمه نېټه، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۹۰ تنه ووژل شول او همدارنګه ۱۸۸ تنه نور ټپیان شول. د سلیماني د تلین په دغه مراسمو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې ددغو بریدونه مسئولیت اخیستی دی.

یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د داعش له دغو غبرګو بریدونو څخه مخکې، "د امریکا حکومت ایران ته د هغه هېواد په پولو کې د ترهګرۍ ګواښ د شتون په اړه ځانګړې خبرداری ورکړی و."

دغه چارواکي وویل: "د امریکا حکومت د 'خبرداري' پالیسي تعقیبوي ... موږ دا خبرداري هغو دولتونو ته ورکوو چې د وژونکو بریدونو د ګواښ سره مخامخ وي..... ځکه چې متحده ایالتونه نه غواړي چې په ترهګریزو بریدونو کې بې ګناه خلک ووژل شي."

بلخوا امریکايي رسنیو ویلي، چې ایران ته ورکړل شوي معلومات دومره پر وخت او کره وو، چې له تهران سره یې د دغو بریدونو په شنډولو یا د مرګ ژوبلې په کمولو کې مرسته کولای شوای.

خو له دې خبرداري سره سره، ایران د کرمان په ښار کې د ځانمرګو بریدونو مخه ونشوه نیولای.

داعش د جنورۍ په څلورمه د ټیلګرام د ټولنیزې شبکې له لارې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې وویل، چې د دې ډلې دوو غړو د سلیماني د تلین په مراسمو کې خپل "ځانمرګي واسکټونه" وچول.

قاسم سلیماني د داعش یو له سختو دښمنانو څخه و او هغه په منځني ختیځ کې د دغه ډلې پر وړاندې په جګړه کې د ایران په ملاتړ له نیابتي ځواکونو سره مرسته کوله.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه، پلازمینې بغداد ته نږدې د امریکا په یو هوايي برید کې ووژل شو.

د امریکا پخوانی ولسمشر دونالډ ټرمپ هغه مهال قاسم سلیماني "د نړۍ یو لوی ترهګر" بللی و او ویلي و چې هغه د سیمې په بې ثباته کولو او د افراطي ډلو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG