د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوانې ‌‌‌‌‌‌ډیرې وې: امریکا


د امریکاد بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې تیر کال د بشري حقونو نه سرغړوانې ‌‌‌‌‌‌ډيرې څرګندې وې.

په راپور کې د افغانستان په هکله ویل شوي سره لدې چې طالبانو او د افغانستان د حکومت استازو په دوحه کې مخامخ د سولې خبرې پیل کړي خو د خبرو نه وړاندې او د خبرو پر مهال وسله والو ‌‌‌‌‌‌ډلو په افغان امنیتي ځواکونو او د عامو خلکو په ځایونو بریدونه کړي چې زرګونه کسان پکې وژل شوي او ټپي شویدي

د وسله والو لخوا د خلکو وژنه، د امنیتي ځواکونو لخوا غیرې قانوني وژنې، د دواړو لورو لخوا د شکنجې او په بې رحمانۍ سزا ورکوونې سپکاوي په افغانستان کې د بشري حقونو نه د سرغړاونو بیلګې یادې شوي.

په خپل سره توګه نیونې، د ملکي خلکو وژل، سړي تښتونې او د خلکو ورکیدل، شکنجه او جسمي زورونې هم د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په راپور کې په افغانستان کې تیر کال د بشري حقونو څخه د سرغړاونو په توګه یادې شوي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په پراخه توکه فساد، د میرمنو سره د زورزیاتي د پيښو نه څیړل، د ماشومانو نه د عسکري لیکو کار اخیستل نور هغه د بشري حقونو نه سرغړوانې دې چې تیر کال په افغانستان کې شوي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د امریکا د بهرنیو د وزارت په راپور تبصره نده کړې .

XS
SM
MD
LG