د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د افغانانو د لنډمهاله اوسیدانې محافظتي پروګرام د ۱۸ میاشتو لپاره تمدید شو


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د امریکا د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر د پنجشنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ ( وږي ۳۰) د افغانانو لپاره د لنډمهالې اوسیدانې محافظتي پروګرام (Temporary Protected Status) تمدید او تخصیص اعلان کړ.

د امریکا د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر الیهندرو مایورکس وویل، چې ددغه پروګرام بیا تخصیص په شرایطو برابرو لا زیاتو افغانانو ته ددې اجازه ورکوي، چې د موقتي اوسیدانې د ساتنې پروګرام او د کار د جواز ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

ښاغلي مایورکس ویلي، چې دا پروګرام په افغانستان کې د وسله وال تاوتریخوالي او د سختو ځانګړو حالاتو له امله چې په خوندي ډول وطن ته د افغانانو د بیرته ستنیدلو مخه یې نیولې د ۱۸ میاشتو لپاره د ۲۰۲۳ کال د نومبر د ۲۱ څخه د ۲۰۲۵ کال د مۍ تر ۲۰ پورې تمدید او بیرته تخصیص شوی دی.

ښاغلي مایورکس وویل: "د لنډ مهالې اوسیدانې د محافظتي پروګرام افغانستان لپاره ددغه پروګرام بیا تخصیص مونږ ته ددې امکان راکوي، چې د افغانستان اوسیدونکو ته مصونیت او خوندي چاپیریال چمتو کړو، افغانان چې خپل هیواد ته نشي ستنیدلی. د کورني امنیت وزارت په دوامدار ډول د دغسې بشردوستانه مرستو له لارې له هغوی ملاتړ کوي".

کله چې یو هیواد کې جنګي شرایط حاکم وي، د چاپیریالي افتونه په کې څرګند شوي وي او د یوځانګړي او یا د لنډمهالي وضعیت سره مخ وي په دغسې پروګرام کې شاملیږي.

افغانستان د روان وسله وال تاوتریخوالي، خوراکي توکو، څښلو پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته نه لاس رسی، د زیربناو ویجاړیدل، په کور دننه بې ځایه کیدل او اقتصادي بې ثباتۍ له امله په دغه پروګرام کې شامل شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویلي، چې ددغه پروګرام تمدید به شاوخوا ۳۱۰۰ افغانانو ته چې اوس مهال ددغه پروګرام څخه ګټه پورته کوي ددې امکان برابروي چې که په شرایطو برابر وګڼل شي د ۲۰۲۵ کال د مۍ ۲۰ پورې په امریکا کې د موقتي اوسیدلو امکانات ترلاسه کړي.

د لنډ مهالې اوسیدانې د محافظتي د بیا تخصیص پروګرام شاوخوا ۱۴۶۰۰ افغانانوته، چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ د ۱۵ وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته تللي او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۲۰ وروسته یې په دوامدار ډول په دغه هیواد کې پاتې شوي او د ۲۰۲۳ کال د نومبر۲۱ وروسته په فزیکي ډول په دغه هیواد کې اوسیدلي دي ددې اجازه ورکوي، چې د موقتي اوسیدلو د ساتنې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

ددې دمخه دغه وزارت د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې ویلي و، چې هغه شمیر افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۲ کال د مارچ د ۱۵ پورې امریکا متحده ایالاتو ته داخل شوي او د ۲۰۲۳ کال د مۍ تر ۲۰ په دغه هیواد کې اوسیدلي د لنډ مهالې اوسیدانې د محافظتي پروګرام په شرایطو برابر شمیرل کیږي، خو هغه کسان چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ د ۱۵ وروسته امریکا ته انتقال شوي په دې پروګرام کې نشي شاملیدلی.

په ځانګړي شمیر افغانان، چې د موقتي بشردوستانه پروګرام (Parole) له لارې متحده ایالاتو ته تللي کولی شي د لنډ مهالې اوسیدانې د محافظتي پروګرام ته غوښتنلیکونه وسپاري.

بیا نوم لیکنه یوازې هغو افغانانو پورې محدوده ده، چې پخوا یې غوښتنلیکونه ورکړي دي او د تیر بیا تخصیص د پروګرام لاندې یې د موقتي اوسیدلو ساتنه ترلاسه کړي وي.

هغوی، چې اوس مهال یې په دغه پروګرام کې خپل نومونه لیکلي، د لنډ مهالې اوسیدانې د محافظتي او د کار د جواز د ساتلو لپاره باید د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۲۵ څخه د نومبر تر ۲۴ پورې بیا خپل نومونه ولیکي .

ددې سره سره د امریکا د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویلي، چې ټول هغه کسان، چې بیا خپل نومونه لیکي، ممکن د کار د اوسني جواز د پای ته رسیدلو وړاندې د کار نوی جواز ترلاسه نکړي او د هغوی د کار جواز پخپله د ۲۰۲۴ کال د نومبر تر ۲۰ تمدید کیږي.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د مهاجرت او تابعیت اداره (USCIS) د افغانانو د موقتي اوسیدلو د ساتنې مخکیني غوښتنلیکونه طی مراحل کوي.

هغه شمیر افغانانو چې دمخه یې د لنډ مهالې اوسیدانې د محافظتي "I-821" فورمې یا د کار د جواز "I-765" اسنادو فورمې ډکې کړې وې او تراوسه یې تائیدي نه ده ترلاسه کړې دې ته اړتیا نلري، چې دا فورمې بیا ډکې کړي او غوښتنلیکونه ورکړي. که چیرې د امریکا د متحده ایالاتو د مهاجرت او تابعیت اداره دا غوښتنلیکونه منظور کړي دا اسناد به د ۲۰۲۵ کال د مۍ د میاشتې تر ۲۰ پورې د اعتبار وړ وي.

د بیا تخصیص ددې پروګرام لاندې په شرایطو برابرو کسانو، چې تراوسه یې د لنډ مهالې اوسیدانې د محافظتي پروګرام ته غوښتنلیکونه نه دي ورکړي، باید د نوم لیکنې د مهلت په دوو میاشتو کې چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۲۵ څخه د ۲۰۲۵ کال د مۍ تر ۲۰ پورې دوام ولري د "I-821" نمبر فورمې ډکې او خپل غوښتنلیکونه مربوطې ادارې ته وسپاري.

تقاضا لرونکي کسان کولی شي، چې د سفر د جواز لپاره هم غوښتنلیکونه ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د شمیرو له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د تخلیې په بهیر کې شاوخوا ۱۲۰ زره افغانان ایستل شوي چې یو شمېر یې د دوو کلونو دپاره په امریکا کې میشت شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG