د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له غزې ۱۷ امریکایي ډاکټران وایستل


دري امریکایي ډاکټران پخپلې خوښې په غزې کې پاتې دي سره لدې چې پوهیدل د وتلو لپاره به بل فرصت ولري که نه.
دري امریکایي ډاکټران پخپلې خوښې په غزې کې پاتې دي سره لدې چې پوهیدل د وتلو لپاره به بل فرصت ولري که نه.

متحده ایالاتو جمعه مې ۱۷ ( غوایي ۲۸) ۱۷ امریکایي ډاکټران چې د غزې په تړانګې کې ګیر پاتې و، د کرام شلوم سرحد له لارې وایستل.

دا امریکایي ډاکټران په غزې کې ځکه بند پاتې و چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو د رفح – مصر تر منځ د تګ راتګ لاره بنده کړې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي چې د متحده ایالاتو دیپلوماتانو په هلو ځلو دا امریکایي ډاکټران اسرائیل ته واوښتل.

د وزارت ویاند ویلي چې دا امریکایي ډاکټران په بیت المقدس کې د متحده ایالاتو د سفارت په هکارۍ په خوندي توګه اسرائل ته ورسیدل.

د وزارت دې ویاند ویلي، " مونږ د هغې ډلې سره نږدې اړیکې درلودې چې دې امریکایي ډاکټرانو ورسره کار کاوه او د دې ډاکټرانو د کورنیو غړیو سره مو هم نږدې اړیکې درلودې".

یوه سرچینه چې ددې عملیاتو په هکله معلومات لري، مطبوعاتو ته ویلي چې درې نورو ډاکټرانو چې هغوي هم د متحده ایالاتو اتباع دي، پخپلې خوښې په غزې کې د پاتې کیدو پریکړه کړې.

دا درې امریکایي ډاکټران پداسې حال کې په غزې کې پاتې شوي چې ورته معلومه نده هغوي به بیا د غزې څخه د وتلو فرصت ولري که نه.
د رفح بندر چې د مصر سره ګډه پوله لري، د غزې تړانګې ته نه یوازې د خلکو تګ راتګ بلکې دې تړانګې ته د بشري مرستو په لیږد کې په مهمې لار بدل شوی.

د تګ راتګ دا لاره د روانې مې میاشتې اوومې نیټې راهیسې د اسرائیل دفاعي ځواکونو بنده کړې.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د دې سرحد د بیرته پرانیستلو مسؤلیت په مصر اچولی خو مصر بیا په اسرائیل تور لګوي د لاریو چلوونکي او د بشري مرستو کار کوونکي د اسرائیل د تالاشۍ پوستې څخه د تیریدو پر مهال ځانونه خوندي نه احساسوي.

د اسرائیل پوځ تیره اوونۍ په غزې کې پوځي عملیات شدید کړل او له خلکو یې غوښتي چې سیمه پرېږدي. اسرائيل وايي یو لړ محدود عملیات کوي چې له مصر سره په سرحد کې د حماس تاسیسات ویجاړ کړي.

د غزې له نیمایي نفوس څخه زیات په رفح کې ځای په ځای شوي. دوی په غزې باندې د اسرائیل له بریدونو وروسته رفح ته وتښتېدل.

متحدو ایالتونو، ملګرو ملتونو او نورو په اسرائیل باندې غږی کړی دی چې په رفح باندې لوی پوځي عملیات ونه کړي او دغلته یې د بشري بحران د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی دی. خو د اسرائیل مشران وايي چې په غزې کې د حماس د ګواښ د ختمولو لپاره عملیات مهم دي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه له هغه وروسته پیل شوه چې دحماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل.

اسرائيل وایي په دغو بریدونو کې یې تقریبآ ۱۲۰۰ تنه وژل شوي او حماس ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول. اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې په غزې کې د روغتیا د مسئولینو په وینا تر دې دمه تقریبآ ۳۵۰۰۰ فلسطینیان وژلي دي.


فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG