د لاس رسي وړ اتصالات

کرن ډیکرافغان میرمنوته: موږ ستاسو غږ اورو


 کرن ډیکر په یوه ویډیوي وینا کې افغان میرمنو ته د جنسې برابرۍ او عدالت څخه د ملاتړ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ژمنه بیا تکرار کړې ده.
کرن ډیکر په یوه ویډیوي وینا کې افغان میرمنو ته د جنسې برابرۍ او عدالت څخه د ملاتړ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ژمنه بیا تکرار کړې ده.

د قطر په پایتخت دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شادرژدافیرې کرن ډیکر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین په لړ کې ویلي چې د افغان میرمنو د غږ د چپولو لپاره د ډیرو هڅو سره سره، بیا هم د هغوی غږ اوري.

شادرژدافیرې کرن ډیکر د جمعې په ورځ ډسمبر شپږم (لیندۍ ۱۶) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه ویډیوي وینا کې افغان میرمنو ته د جنسې برابرۍ او عدالت څخه د ملاتړ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ژمنه بیا تکرار کړې ده.

دغه سفارت لیکلي: "افغان میرمنو، موږ ستاسو غږ اورو. ستاسو د غږ د خاموشولو لپاره د ډیرو هڅو سره سره، موږ بیا هم ستاسو غږ اورو. د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ۱۶ ورځني کمپاین په ترڅ کې، افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شادرژدافیرې کرن ډیکر د جنسې برابرۍ او عدالت د ملاتړ لپاره د متحده ایالاتو ژمنه بیا تکراروي؛ او ستاسو لپاره د فرصتونو د رامینځته کولو لپاره کار کوي".

په نړۍ کې هرکال د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې د نمانځلو سره هممهاله د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي او د هغوی حقونو څخه د ملاتړ د زیاتیدو لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین هم ترسره کیږي، چې د ډسمبر تر لسمې ورځې پورې چې د بشري حقونو نړیواله ورځ ده دوام مومي.

د امریکا د سفارت شادرژدافیرې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د دوامداره محدودیتونو په لړ کې تازه په طبي انستیتیوتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې دغه وزارت کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوه غونډه کې هغوی ته ویلي چې د دسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳مه) وروسته په طبي انستیتیوتونو (قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوار) ته د نجونو محصلینو په شمولیت او روانو درسونو بندیز لګیدلی دی.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه دا پریکړه چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، ملا هبت‌الله آخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په خصوصي طبي انسیتیوتونو کې په لسګونو زرو نجونو زده کړې کولې.

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي او د هغوی حقونو څخه د ملاتړ د زیاتیدو لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین په ترڅ کې د پنجشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر پنځم( لیندۍ ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د یو غوښتنلیک په خپرولو له خلکو څخه بیا غوښتي چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره دې ددغه سازمان غوښتنلیک لاسلیک کړي

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه غوښتنلیک کې ویلي چې افغان میرمنې او نجونې د طالبانو تر واک لاندې د دغې ډلې له خوا د ډیرو پراخه او دوامداره بریدونو سره مخ دي.

دغه سازمان لیکلي: "د طالبانو تر واک لاندې د افغان میرمنو او نجونو حقونو باندې دوامداره او بې رحمانه بریدونو لاندې دي. نړۍ نشي کولای چې په اړه چپه پاتې شي".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ په تیرو څه باندې دریو کلنو کې دغې ډلې د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره له ۷۰ زیاتې لارښونې او فرمانونه صادر کړي دي.

ددغه سازمان د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په محاکمو کې ښځو ته د حقوقي ملاتړ د برابرولو لپاره ښځینه وکیلانو او حقوقي سلاکارانو ته اجازه نه ورکول کیږي.

همداشان دغه سازمان ویلي چې له ۱۰۰ زرو څخه زیاتې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع شوي او د زرو ورځو څخه زیاتې ورځې تیرې شوي چې طالبانو د شپږم ټولګي څخه په پورته تولګیو کې ۱.۵ میلیونه نجونې له زده کړو منع کړي دي.

طالبانو چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، تراوسه یې حکومت د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرایط اعلان کړي دي، چې په کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو سربیره د ښځو، نجونو، قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته د درناوي ترڅنګ د القاعده په ګډون تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکون شرطونه شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG