د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د کرونا ضد واکسین کولو ته اجازه ورکړله


د برتانیې نه وروسته امریکا دویم لویدیځ هیواد دی چې د کرونا ویروس ضد واکسین کولو ته اجازه ورکوي.
د برتانیې نه وروسته امریکا دویم لویدیځ هیواد دی چې د کرونا ویروس ضد واکسین کولو ته اجازه ورکوي.

د امریکا متحده ایالات وایي د فایزر او بایونټیک د شرکتونو لخوا جوړ شوي د کویډ نولس د بیمارۍ ضد واکسین کولو ته یې اجاره ورکړې.

د امریکا د خوراکي موادو او دارو درملو ادارې د جمعې په ورځ، ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۱) د کرونا ضد د واکسین عاجل استعمال ته اجازه ورکړله.

دا واکسین د امریکا د فایزر او جرمني د بایونټیک شرکتونو په ګډه جوړ کړی او په کلنیکي آزمایښتونو کې یې د کویډ نولس د بیمارۍ په مخنیوي کې اغیزمنتوب ۹۵ په سلو کې ثابت شوی.

دغو شرکتونو ویلي چې دا واکسین هغو کسانو ته چې عمرونه یې ۱۶ او تر ۱۶ پورته وي، ورکول کیږي.

روغتیایي چارواکو ویلي چې ټاکل شوې د روغتیایي چارو مامورین او د پاخه عمر کسان چې د ډیرې مودې راپدیخوا په روغتیایي مرکزونو کې ساتل کیږي، لومړني کسان وي چې دا واکسین ورته ورکړل شي.

د واکسین په لومړنۍ دورې کې به ۲.۹ ملیونه کسان واکسین شي.

د بایونټیک د شرکت مسؤلینو ویلي چې دا واکسین به په ټولې امریکا کې د خلکو ژوند وژغوري او عادي حالت د خلکو په ګرځیدو کې به مرسته وکړي.

په متحده ایالاتو کې روغتیایي چارواکي، د لیږد د خدمتونو کمپنۍ، روغتونونه او د دارو درملو شرکتونه دیته چمتوالی نیسي چې په ټول هیواد کې د واکسین تطبیق کول پیل کړي.

د روغتیا ایالتي چارواکو هم ویلي چې سره د دوشنبې نه به د واکسین کول پیل کړي.

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د واکسین جوړیدل ستایلي او په ټویټر کې یې لیکلي چې د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې لومړنی هیواد شو چې "خوندي او اغیزمن"واکسین جوړوي.

د فایزر د واکسین تطبق ته د لومړي ځل لپاره په برتانیې کې اجازه ورکړل شوه او امریکا دویم لودیځ هیواد شو چې د دې واکسین تطبیق کولو ته اجازه ورکوي.

په کاناډا کې هم د دې واکسین تطبیق کولو ته اجازه ورکړل شوې او ټاکل شوې چې بله اوونۍ به یې تطبیق کولو پیل شي.

مکسیکو، بحرین، او سعودي عربستان هم دې واکسین ته اجازه ورکړې خو لا یې تطبیق کیدل ندي پیل شوي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې پداسې حال کې د کرونا ضد واکسین ته اجازه ورکول کیږي چې دې ویروس په امریکا کې نږدې ۳ سوه زره کسان مړه کړي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال په چین کې پیدا شو خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ په ۱۹۶ هیوادونو او سیمو کې خپور شوی.

XS
SM
MD
LG