د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له بریتانیا څخه د پولادو او المونیمو په وارداتو کمرګي تعرفي ختموي


متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دوهمه) له بریتانیا سره د داسې یو توافق اعلان وکړ چې له مخې یې امریکا ته د پولادو او المونیمو پر وارداتو تعرفې له منځه ځي.

له بریتانیا څخه متحدو ایالتونو ته ددغو محصولاتو په وارداتو ګمرکي تعرفې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ له خوا د ملي امنیت د مسایلو له امله وضع شوي وې.

د امریکا د سوداګرۍ وزیرې جینا رایمونډو په یوې بیانیه کې ویلي: "له بریتانیا څخه له ګمرکي محصول پرته د پولادو او المونیمو په واردیدو سره، موږ په امریکا کې دغو محصولاتو ته د عرضې او تقاضا ترمنځ فاصلې کمولی شو."

په اعلامیه کې ویل شوي، د بریتانیا د غچ اخیستونکو تعرفو په لیرې کولو سره، کیدای شي چې د بریتانیا بازارونه په زړه پورو امریکایي محصولاتو ته هم خلاص شي.

واشنګټن او لندن په جنوري کې د اختلافاتو د هواري په هدف د خبرو اترو د پیل خبر ورکړ، دغه اختلافات هغه مهال رامنځ‌ ته شول کله چې د امریکا پخواني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ په امریکا کې د صنعت د ساتلو په هدف د نورو هیوادونو په ګډون له بریتانیا څخه د پولادو پر محصولاتو ۲۵ سلنه او د المونیمو پر محصولاتو ۱۰ سلنه ګمرکي تعرفې وضع کړې.

په بیانیه کې ویل شوي چې د سه شنبې ورځې د قرار داد له مخې به بریتانیا له امریکا څخه د الکولو او نورو محصولاتو په ګډون د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت په محصولاتو ګمرکي تعرفې چې د ټرمپ د اقدماتو په غبرګون کې لګیدلي وې، لیرې کړي.

دا توافق د امریکا د مریلنډ ایالت په بالتیمور بندري ښار کې د امریکا د تجارت د برخې د استازي کاترین تای او د بریتانیا د نړیوال تجارت د وزیرې ماري ترولیان ترمنځ له دوه ورځنیو خبرو وروسته د پراخو تجارتي اړیکو په اړه وشو.

XS
SM
MD
LG