د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا روسیې ته اجازه ورکړې په دربست شوې الوتکې کې خپل دیپلوماتان ولیږدوي


په واشنګټن ډي سي کې د روسیې د سفارت ودانۍ.
په واشنګټن ډي سي کې د روسیې د سفارت ودانۍ.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) وویل چې روسیې ته یې اجازه ورکړې یوه دربست شوې الوتکه واشنګټن ته واستوي تر څو خپل هغه دیپلوماتان بیرته هیواد ته ستانه کړي چې په سفارتونو او نورو سیاسي استازولیو کې یې ماموریتونه پای ته رسیدلي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات د روسیې څخه د ورته اقدام هیله لري.

ښاغلي میلر دا ونه ویل چې پدې سوداګریزې الوتکې به څومره روسي دیپلوماتان بیرته هیواد ته ستانه شي.

هغه زیاته کړه، "د متحده ایالاتو حکومت د روسیې حکومت ته اجازه ورکړې چې امریکا ته چارتر شوې الوتکې راواستوي تر څو هغه دیپلوماتان پکې ولیږدوي چې دندې یې پای ته رسیدلی دي".

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل هیواد یې تمه لري چې روسیه به بالمثله اقدام وکړي.

میلر پدې هکله وویل، "د دې امتیازاتو د ورکړې په بدل کې مونږ د روسیې څخه تمه لرو چې زمونږ د دیپلوماتانو لپاره د حمل او نقل او په مسکو کې زمونږ سفارت ته د بار وړلو لپاره لارې چارې پرانیستې وساتي".

کله چې روسیې د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري په میاشت کې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ، د جمهور رئیس جو بایډن حکومت د خپل هیواد په هوایي حریم باندې د روسیې د الوتکو تیریدل منع کړل او امریکایي الوتکو ته یې امر وکړ چې روسیې به پروازونه نکوي.

واشنګټن او مسکو د اوکراین د جګړې پر مهال خپلې اړیکې په ډیره ټیټه دیپلوماتیکه کچه ساتلي او د اړیکو ساتلو یو دلیل په روسیې کې د امریکایي اتباعو خوشې کیدل ښودل شویدي.

مسکو تر اوسه د دې الوتکې په هکله تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG