د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو پاکستان کې څوارلس مسافر وژلي


د پاکستان په بلوچستان ایالت کې چارواکي وايي وسله والو کسانو ددې ایالت په یوې لرې پرته سیمه کې د مسافرو بس موټر تر درولو او د مسافرو د هویت د کارتونو تر کتلو وروسته ۱۴ مسافر وژلي دي.

د چارواکو په وینا، وسله والو د پاکستان د پولیسو او پوځ یونیفورم اغوستی وو.

له برید څو ساعته وروسته چې د پنجشنبې په سهار شوی، په بلوچستان کې یوې نوې بیلتون غوښتونکې ډلې د برید مسولیت پر غاړه واخیستی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا برید یو تروریستي عمل بللی او امنیتي ځواکونو ته یې لارښونه کړې چې عاملین یې ونیسي.

په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي ډلې معمولا د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او د ګاونډي پنجاب ایالت پر اوسیدونکو بریدونه کوي.

د پنجشنبې برید د پاکستان په سهیل لودیځ کې د کراچۍ ښار او ګوادر د پولې ترمنځ په لار کې شوی دی.

په بلوچستان کې یوه سیمه ایز چارواکي جهانګیر دشتي اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته ویلي مسافر وروسته له هغه وژل شوي چې کارتونه یې د وسله والو له خوا کتل شوي دي. خو ښاغلي دشتي دا تائید کړې نده چې ټول وژل شوي د پنجاب ایالت اوسیدونکي دي که نه.

ښاغلي دشتي ویلي وسله وال له برید وروسته له سیمې تښتیدلي دي، خو د هغوی د موندلو لپاره سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG