د لاس رسي وړ اتصالات

رویټرز: ملګري ملتونه طالبانو ته د خپلو ادارو د امنیت لپاره شپږ میلیون ډالر ورکوي


د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو ادارو د امنیت ټینګولو لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته د شپږ میلیونه ډالرو ورکولو وړاندیز کړی دی.

یاد خبري آژانس د یوې باخبره سرچینې او تر لاسه شوي سند په اساس ویلي چې دغه اندازه پیسې راتلوونکی کال د ملګرو ملتونو د ادارو طالب ساتونکو ته د معاش په توګه ورکول کیږي.

د راپور له مخې د افغانستان له مخکني حکومت سره د قرارداد له مخې د ملګرو ملتونو لخوا د طالب امنیتي ساتونکو د خوراک میاشتنی لګښت هم ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق هم رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې یاد سازمان د یو کار کوونکي سازمان په توګه دنده لري چې د اړتیا له مخې د کوربه هیواد ظرفیت لوړ کړي.

رویټرز خبري آژانس وايي، ملګرو ملتونو پر داسې مهال د خپلو تاسیساتو د امنیت نیولو لپاره طالبانو ته د پیسو ورکولو وړاندیز کړی چې د دغه ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د امریکا متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخامخ دی.

که څه هم په کابل کې د طالبانو حکومت تر دا مهاله د رویټرز خبري آژانس د یاد راپور په اړه تبصره نه ده کړې.خو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني روانه اونۍ په افغانستان کې د یوناما له مشرې دیبورا لاینز سره کتلي و.

د طالب چارواکو په وینا سراج الدین حقاني په دغه کتنه کې د افغانستان او سیمې پر ثبات ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ ندی.

د بیان له مخې نوموړي زیاته کړې وه چې نړۍ دې له افغانانو سره د تعامل په برخه کې تابیا وښیي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشرې دیبورا لاینز هم د کړکېچ د هواري په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ و او زیاته یې کړه و چې د ښوونې او روزنې او همدارنګه کرنې په برخه کې به د ګڼو پروژو د پیلولو هڅه وکړي.

په کابل کې د طالبانو حکومت تر دې مخکې په دغه هیواد کې ټولو خیره بنسټونو د امنیت ډاډ ورکړی و او له هغوی څخه یې غوښتي و چې په دغه هیواد کې خپلو خیره فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کېده چې د محمد اشرف غني په مشرۍ تیر حکومت کې په کابل او ولایتونو کې د بهرنیو موسساتو او بنسټونو امنیت تر ډيره د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ادارې د سرتیرو لخوا ساتل کېده.

XS
SM
MD
LG