د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ډله: عمران خان 'پخپلسري توګه' توقیف شوی


د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې خپلواکې ډلې دوشنبه جولای لومړۍ ( چنګاښ ۱۱) په سمدستي او قید او شرط پرته د پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان د خوشې کیدو غوښتنه وکړله.

د کارپوهانو دا ډله چې پنځه غړي لري د عمران خان بندي کیدنه یې "خپلسرې" او د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاونه وبلله.

د خپلسرې نیونې کاري ډله چې مرکز یې په ژنیو کې دی او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوار ته راپور ورکوي پخپل راپور کې ویلي چې پاکستاني چارواکي د عمران خان بندي کیدو لپاره "هیڅ قانوني" اساس نلري.

د پنځو غړیو دې کاري ډلې ویلي چې د پاکستان د مخکني صدراعظم په زنداني کیدو کې د بشري حقونو نړیوالو اعلامیو او د مدني او سیاسي حقونو نړیوالو کنوانیسیونونو لږ تر لږه لسګونه مادو څخه سرغړاونې شویدي.

د ملګرو ملتونو دې پلاوي د پاکستان د حکومت څخه غوښتي چې د ځنډ پرته د عمران خان وضعیت ښه کیدو لپاره لازم اقدامات وکړي او د نړیوالو اصولو سره سم عمل وکړي.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې د فساد یوې قضیې کې مجرم وبلل شو او په دریو کالونو بند تیرولو محکوم شو. پخپله خان او قانوني کارپوهانو چې د پاکستان قضایه نظام په هکله معلومات لري، د عمران خان دا محاکمه یې د قانوني طی مراحلو سرغړاونو څخه ډکه بللې وه.

د محکمې دې حکم څخه درې ورځې وروسته د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون په عمران خان د پنځو کالونو لپاره د دولتي چارو سمبالولو بندیز ولګاوه.

په عمران خان دا تور و چې د صدراعظمۍ پر وخت یې تر لاسه شویو تحقو په هکله یې توښه خانې ته احوال نه و ورکړی.

خو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دا ډله دې نتیجې ته رسیدلې چې دولتي څارنوالانو د لومړي سره د قانون سره سم عمل ندی کړی او په غیر قانوني توګه د عمران خان بندي کیدل پدې خاطر و چې هغه په سیاست کې د سیالۍ څخه منع کړي.

د ملګرو ملتونو دا کارپوهان دې نتیجې ته رسیدلي چې "تر ټولو مناسبه لار په سمدستي توګه د ښاغلي خان خوشې کیدل او د جبران او غرامت حق ورکول دي".

پاکستاني چارواکو چې شک دی د پوځي ادارو په لمسون یې کار کاوه، په عمران خان یې ګڼ شمیر تورونه لګولي دي چې د قتل، خیانت، رشوت خورۍ او نور جنایتونه پکې شامل دي. خو عمران خان دا تورونه "مبتذل" بللِ او رد کړیدي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دې ډلې ویلي چې د پاکستان د حکومت سره یې په منظمو تماسونو کې له هغوي غوښتي چې د عمران خان د نیول کیدو لپاره قانوني دلایل چمتو کړي او دا هم په ډاګه کړي چې د پاکستان د حکومت کړنې د نړیوالو قوانینو او تړونونو سره برابرې دي خو دا ډله وایي چې د پاکستان حکومت پدې هکله هیڅ معلومات دوي ته ندي ورکړي.

ها خوا بیا د پاکستان حکومت په سمدسي توګه د ملګرو ملتونو پدې راپور تبصره نده کړې.

د ملګرو ملتونو پلاوي دا واک لري چې د خپلسرو نیولو او آزادیو څخه د محرومیت قضیو په هکله پلټنې وکړي او خپل نظرونه ورکړي. سره لدي چې د دوي نظرونه د اجرا وړ ندي خو د نړۍ په کچه یې ارزښت ډیر دی.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ملګرو ملتونو دا راپور ستایلی او یو ځل بیا یې په سمدتي توګه د خپل مشر د خوشې کیدو غوښتنه کړې.

د پي ټي آی ګوند ویاند او د عمران خان سلاکار ذوالفقار خان په یوې اعلامیې کې ویلي چې بالاخره د ښاغلي خان په غیر قانوني توګه بندي کیدو لپاره د نړۍ چوپتیا خلاصه شوه.

په پاکستان کې د فبروري میاشتې عمومي انتخاباتو څخه وړاندې چارواکو د عمران خان د ګوند کاندیدان ونیول، شکنجه یې کړل او ګواښلي یي و چې د ګوند سره لارې بیلې کړي. چارواکو همدارنګه ددې ګوند د انتخاباتي غونډو مخه هم نیولې وه.

د ملګرو ملتونو د پلاوي دا رپور داسې مهال خپریږي چې د تیره اوونۍ د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس هم په یو پریکړه لیک کې چې د ۳۶۸ مثبتو او اوو مخالفو رایو تصویب شو، غوښتل شوي و چې د پاکستان همدې تیرو عمومي انتخاباتو کې د لاس وهنو او غیر قانوني کړنو ادعاوو په هکله دې "بشپړ او خپلواک" تحقیقات وشي.

په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې پارلماني انتخاباتو کې چې خپلواکو خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تړلو کاندیدانو په کې اکثریت څوکۍ وګټلې، د ټاکنو له ترسره کیدو مخکې او د ټاکنو په ترڅ کې د درغلیو د تورونو سره مل وې. یو تور دا هم دی چې پوځ پدې انتخاباتو کې لاس وهلی.

د متحده ایالاتو د کانګرس په پریکړه لیک کې هغه هڅې غندل شوي چې د "ځورولو، ګواښلو، تشدد، خپلسرو نیولو، د انټرنیټ او مخابراتي خدماتو محدودولو" له لارې په دیموکراسۍ کې د برخې اخیستو لپاره د پاکستاني وګړو مخه نیول شوې وه.

خو د پاکستان ولسي جرګې او د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو د کانګرس پدې پریکړه لیک اعتراض څرګند کړی او دا یې هم ویلي چې دا هیواد به پخپلو کورنیو چارو کې "لاس وهنه ونه مني" او د متحده ایالاتو د کانګرس پریکړه لیک یې د دولتي چارو کمزوري کولو لپاره "ناکامه هڅه" بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG