د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د دولتي محرمو اسنادو افشا کولو په قضیې کې وبښل شو


د پاکستان په مرکز اسلام آباد کې عالي محکمې دوشنبه جون دریمه ( غبرګولي ۱۴) د پخواني صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د دولتي محرمو اسنادو د افشا کولو په قضیې کې محکومیت بدل کړ.

په یوې لنډې ویډیو کې چې امریکا غږ هم لیدلې، محکمې پدې قضیې کې د ښاغلي خان او ښاغلي قریشي د استیناف غوښتنه منلې او هغوي یې بښلي دي.

عمران خان د خپلې صدراعظمۍ پرمهال ادعا کوله چې په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر ورته یو پټ سفارتي لیک (سایفر) استولی او ادعا یې کوله چې امریکا یې د ګوښه کولو په دوسیه کې لاس درلود.

د کرکټ دغه پخواني لوبغاړي د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د خپل ګوند یوه لاریون کې هغه پاڼه په لاس کې ر‍‍‍پوله چې د نوموړي په ادعا ښيي چې د ده پر ضد د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش پر اساس وړاندې شوی و. خو امريکايي او پاکستاني چارواکو د عمران خان دغه تورونه رد کړي دي.

عمران خان او قریشي دا یوه "تش په نامه قضیه" بلله او ټینګار یې کاوه چې سیاسي انګیزه لري او په همدې قضیې کې ټولې محاکمې یې هم "غیرعادلانه" بللې وې.

خو د دوشنبې ورځې محکمې د پریکړې سربیره عمران خان او د شاه محمود قریشي له زندان څخه نه خوشې کیږي. عمران خان چې د تیر کال اګست د میاشتې راهیسې بندي دی، په غیر قانوني توګه واده کولو په قضیې کې هم تورن دی او باید زندان تیر کړي.

په قریشي بیا دا تور دی چې تیر کال د مې په میاشت کې چې د عمران خان د ګوند پلویانو په نظامي او حکومتي ادارو یرغل کړی، ده پکې لاس درلود.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دوشنبې ورځې پریکړه ستایلې ده.

د دې ګوند یو مشر ذوالفقار بخاري د اکس په شبکې کې د ګوند پلویانو ته مبارکې ویلي او دا یې یوه قانوني آسانتیا بللې چې د هغه په وینا ډیره اړتیا ورته وه.

بخاري لیکلي، "د بد نیتۍ هغه کوښښ چې عمران خان او شاه محمود قریشي یې غداران ښودل، په کثافت دانۍ کې ولوید".

بل پلو د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسني حکومت د حقوقي چارو ویاند عقیل ملک ویلي چې ښایي څارنوالي د اسلام آباد د محکمې د دوشنبې ورځې پریکړې په خلاف په سترې محکمې کې د استیناف لپاره عریضه وکړي.

پدې قضیې کې عمران خان پدې تورن دی چې د پاکستان یو محرم ډپلوماتیک کیبل چې د "سایفر" په نامه پیژندل کیږي، افشا کړی.

عمران خان ادعا کړې چې همدا سایفر ثابتوي چې متحده ایالاتو د پاکستان پوځ په مرستې د هغه په بې واکه کیدو نقش درلود.

دا کیبل په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان پخواني سفیر اسد مجید لیکلی.

په کیبل کې ادعا شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ډونالډ لو د پاکستان د سفیر څخه غوښتي و تر څو پوځ ته ووایي چې په پارلمان کې د عدم اعتماد رایې ګیرۍ له مخې عمران خان له واکه لیرې کړي، ځکه چې د اوکراین په جګړې کې د عمران خان حکومت بې پرې نقش درلود.

ډونالډ لو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او جنوبي آسیا د چارو لپار د وزیر مرستیال دی.

پدې کیبل کې ادعا شوې چې ښاغلي لو ګواښ کړی و که عمران خان په واک کې پاتې شي، متحده ایالات به پاکستان په نړیواله کچه څنډې ته کړي.

خو بل پلو بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې مسکو ته د عمران په سفر یې انتقاد کړی خو د واک څخه د هغه په لیرې کیدو کې لاس نلري.

عمران خان د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې په هماغې ورځ مسکو ته د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره د رسمي خبرو لپاره تللی و چې هغه په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ.

سره لدې چې امریکایي چارواکو او د پاکستان پوځ ویلي چې د عمران خان په لیرې کیدو کې لاس نه درلود خو د انټرسیپټ په نامه خپرونې د دې شفر متن د لومړي ځل لپاره د اګست په میاشت کې خپور کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG