د لاس رسي وړ اتصالات

 
بریتانیا اوکراین ته اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکوي

بریتانیا اوکراین ته اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکوي


وروسته تر هغه چې متحده ایالاتو تیره اوونۍ اعلان وکړ چې اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکي توغندي ورکوي، بریتانیا هم دوشنبه جون ۶ (غبرګولي۱۶) وویل چې د روسیې د «ظالمانه توپونو» د مقابلې لپاره اوکراین ته عینې وسلې ورکوي.

د بریتانیا چارواکو ویلي چې اوکرایني سرتیرو ته به په راتلونکو اوونیو کې ددې نويو وسلو څخه د کار اخیستو په خاطر روزونه ورکړل شي.

اوکراین په پرله پسې توګه د غرب څخه پداسې حال کې د دې وسلو غوښتنه کوي چې د دنباس په سیمه کې د روسیې د توپونو د مسلسل بمبار سره مخ دی.

اوکراین ته د د وسلو د ورکړې په هکله د بریتانیا د دفاع ویر بین والیس په یوې اعلامیې کې لیکلي، "برتانیه د اوکراین سره پدې جګړې کې ولاړه ده او اتلو سرتیریو ته یې د مهمو وسلو په برابرولو کې د مشرۍ نقش اخلي چې هغوي یې د بې موجبه یرغل په مقابل کې د خپل هیواد د دفاع لپاره اړتیا لري".

د بریتانیا د دفاع وزیر ویلي چې په اوکراین کې د جګړې د تاکتیکونو په بدلیدو د اوکراین سره ملاتړ هم باید بدل شي.

هغه ویلي، "د توغندیو د وارولو د لوړې وړتیا لرونکی دا سیستم چې په یو وار د څو توغندیو وارولو وړتیا لري، د اوکراین ملګرو ته دا وړتیا ورکوي چې د لیرې واټن توپونو په مقابل کې خپل ځان خوندي کړي. هغه توپونه چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ځواکونه یې د ښارونو د هوارولو لپاره په چوټ اندازه توګه کاروي".

د M270 په نامه د برتانیې د توغندیو وارولو دا سیستم د یوې دقیقې څخه په کم وخت کې ۱۲ توغندي چې د GPS له لارې خپل هدف ولي، تر ۸۰ کیلو متره پورې واټن وهلی وشي.

برتانیې اوکراین ته د دې وسلو ورکول د واشنګټن سره همغږي کړي. ځکه امریکا هم تیره اوونۍ اعلان کړی و چې د M142 په نامه د توغندیو وارولو سیستم اوکراین ته ورکوي چې تقریباً یو شان وسله ده.

هغه کارپوهان چې د دې وسلو په هکله معلومات لري، وایي چې د دې وسلو په تر لاسه کولو سره به به اوکراین د جګړې په ډګر کې برلاسي تر لاسه کړي. بریتانیا تر دې وړاندې هم اوکراین ته نظامي مرستې ورکړي.

د بریتانیا په نظامي مرستو کې د جګړې بریښنایي وسایل، د توپونو د کشف کولو رادار سیستم او د شپې لخوا د دید زرګونه وسایل شامل دي.

دا لومړي ځل ندی چې بریتانیا د اوکراین سره د روسیې یرغل ته د ځواب ویلو او مقاومت کولو په خاطر نظامي مرستې ورکوي. بریتانیا اوکراین ته داسې د مرمۍ ضد موټر ورکړي چې د روسیې د الوتکو د ویشتلو لپاره د توغندیو د وارولو وړتیا ولري.

بریتانیا همدارنګه اوکراین ته تر دې وړاندې د ټانک ضد توغندي، د هوایي دفاع سیستمونه او نور چاودیدونکي مواد ورکړي و.

د بریتانیا د حکومت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې په راتلونکو څو اوونیو کې اوکراین ته داسې بې پیلوټه الوتکې استوي چې په زیاته اندازه د بار د انتقال وړتیا لري او په لیرېو پرتو سیمو کې د اوکراین سرتیرو ته به لوژستیکي خدمات برابروي.

XS
SM
MD
LG