د لاس رسي وړ اتصالات

یوه برتانوي نرسه د اوو ماشومانو په وژلو محکومه شوه


یوه برتانوي نرسه د جمعې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) د یو روغتون په ولادي څانګه کې د اوو ماشومانو د وژلو او د شپږو نورو ماشومانو د وژلو د هڅې په جرم محکومه شوه.

۳۳ کلنه لوسي لټبي د ۲۰۲۲ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې تازه زیږیدلو ماشومانو ته چې ناروغ او یا له وخت مخکې زیږیدلي وو د هوا د پیچکاري کولو په تور تر محاکمې لاندې وه. لټبي همداشان دغو ماشومانو ته ډیر شیده ورکول او هغوی یې د انسولین په پیچکاري کولو سره مسموم کړل.

د قربانیانو کورنیو د بریتانیا په شمال کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دوی د هغه څه په اړه حیران شوي چې ماشومان یې ورسره مخ شوي دي.

ددې نرسې د قرباني شویو ماشومانو کورنیو په دې اعلامیې کې وویل: "عدالت تامین شوی دی." خو په ورته وخت کې، دوی خبرداری ورکړ چې د عدالت تامین نشي کولی د دوی غصب او ناراحتي له منځه یوسي.

منصفه هیت چې ځينې يې احساساتي وو او له سترګو يې اوښکې روانې وې، له ۲۲ ورځني بحث وروسته د اګست پر ۱۸ پرېکړه وکړه، چې دغه نرسه د ماشومانو په وژنې مجرمه ده، خو د محکمې د لومړنۍ پرېکړې پر بنسټ دا موضوع سمدستي عامه نه شوه.

۳۳ کلنه لوسي لټبي چې د ماشومانو په وژلو محکومه شوې، د جمعې په ورځ د منصفه پلاوي د پریکړې پر وخت په محکمه کې حاضره نه وه.

د منصفه هیت غړو لټبي ته په دوه قضیو کې برائت ورکړ او په شپږو نورو مواردو کې یې پریکړه ونشوه کړای. څارنوالو د ۲۸ ورځو غوښتنه کړې چې پدې موده کې وارزول شي چې آیا له ابتدایي محکمې وروسته دې د استیناف محکمه ترسره شي او که نه.

ټاکل شوې چې لټبي د دوشنبې په ورځ د محکمې له لورې محکومه شي. د راپورونو له مخې دغې ۳۳ کلنې مېرمنې خپلو وکیلانو ته ویلي چې د خپل برخلیک د اورېدو لپاره به محکمې ته حاضر نه شي. ښایي چې لټبي به د محکمې له پریکړې وروسته هیڅکله له زندان څخه خوشې نشي.

دغه نرسه د ۲۰۱۵ کال د جون او ۲۰۱۶ کال د جون د انګلستان په شمال لویدیز کې د کنټس چسټر په نامه روغتون د زیږون په څانګه کې د یو شمیر ماشومانو له مړینې وروسته ونیول شوه.

څارنوالانو ویلي دي چې لټبي دقیق سنجش سره د وژنې میتودونه کارول چې ډیری نښې نښانې یې ندي پریښي. خو دغې محکوم شوې نرسې په وار وار ماشومانو ته د زیان رسولو تور رد کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG