د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا د ورزش وزیره: انګلنډ باید له افغانستان سره د کرکټ لوبه وکړي


د بریتانیا د کلتور، رسنیو او ورزش وزیره لیزا ننډي
د بریتانیا د کلتور، رسنیو او ورزش وزیره لیزا ننډي

د بریتانیا د کلتور، رسنیو او ورزش وزیرې لیزا ننډي د جمعې په ورځ، جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۱)، وویل چې له افغانستان سره د کرکټ د لوبې د بایکاټ د غوښتنو سره سره، انګلنډ باید د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له افغانستان سره لوبه وکړي.

له دې وړاندې د ۱۶۰ بریتانوي سیاستوالو یوې ډلې د انګلنډ له کرکت بورډ څخه غوښتلي وو چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو د ناوړه چلند له کبله له افغانستان سره لوبې لغوه کړي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې طالبانو نجونې له ورزش څخه منع کړي او له کبله یې د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د اصولو او مقرراتو سره په تضاد کې واقع کړی دی.

خو نړیوالې شورا د افغانستان د نارینه کرکټ لوبډلې ته اجازه ورکړې چې په نړیوالو ټورنمنټونو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې چې افغانستان د فبروري په ۲۶مه د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له انګلنډ سره مخامخ شي. دغه لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې کیږي.

د بریتانیا حکومت د کلتور، رسنیو او ورزش وزیرې لیزا ننډي له بي بي سي سره په مرکه کې وویل له افغانستان سره دا لوبه باید ځکه وشي چې د لوبې نه کولو په صورت کې د انګلنډ لوبډله د پواینټونو له ګټلو څخه محرومه کیږي.

هغې وویل: "زه فکر کوم چې دا لوبه باید وشي." هغې زیاته کړه چې په دې باور ده چې د لوبو د بایکاټ کولو پرېکړه ګټوره نه ده.

ننډې وویل: "زه په دې باور یم چې دا کار د لوبې مینه وال له هغه څه څخه بې برخې کوي چې ورسره مینه لري. او دا کار هغه ورزشکاران هم بې ځایه زیانمن کوي چې په لوبه کې تر لوړې درجې د رسېدلو لپاره سخت زیار باسي."

ننډې زیاته کړه، "دا هغه خلک نه دي چې موږ غواړو د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو سره د طالبانو د ناوړه چلند له کبله مجازات شي."

د انګلنډ کرکټ هم له افغانستان سره د لوبو د بایکاټ کولو د پریکړې ه وړاندې مقاومت کړی او د بورډ اجرائیوي رئیس ریچارډ ګولډ ویلي چې په دې اړه د کرکټ نړیوالې شورا د جامع پرېکړې ملاتړ کوي.

د انګلنډ حکومت د خپل کرکټ بورډ د موقف ملاتړ ښودلی. د صدراعظم کییر سټارمر د حکومت یو ویاند غوښتنه کړې چې په دې اړه دې د کرکټ نړیواله شورا پرېکړه وکړي.

په چمپینز ټرافي کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د فبروري په ۲۱مه په کراچۍ کې له جنوبي افریقا سره ده. جنوبي افریقا هم له انګلنډ د کرکټ بورډ د دریځ ملاتړ کړی دی.

انګلنډ او جنوبي افریقا د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له افغانستان سره په یو ګروپ کې دي. تر دې مخکې د استرالیا کرکټ بورډ د ښځو د حقونو له کبله له افغانستان سره د دوو اړخیزو لوبو د نه کولو پرېکړه کړې وه. انګلنډ هم ویلي چې له افغانستان سره دوې اړخیزې لوبې نه کوي، خو دا دواړه هېوادونه په ورستیو نړیوالو جامونو کې له افغانستان سره مخاخ شوي او افغانستان ماتې ورکړې دي.

څو میاشتې مخکې افغانستان په یو دوه اړخیز سیریز کې جنوبي افریقا ته هم ماتې ورکړه. په ټولنیزو رسنیو کې هم زرګونه افغانانو په دې مسئلې باندې خبرې او پوستونه کړي دي. د ښځو د حقونو ځینو فعالانو د بریتانیا د سیاستوالو دریځ ستایلی خو، اکثریت افغانانو دا کار غندلی او ویلي دي، چې باید ورزش او سیاست سره جلا شي او کرکټ د ښځو د حقونو مسئله نه شي حل کولای.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ د مشهور ستوري راشد خان په ګډون اکثریت افغان لوبغاړو د ښځو په زده کړو د بندیزو په ضد خپل غږ اوچت کړی او اعتراض یې کړی دی. هغوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي، چې د ښځو په زده کړو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG