د لاس رسي وړ اتصالات

عربي متحده اماراتو د اسرائیل سره د مقاطعې قانون لغوه کړ


اسرائیل او عربي متحده اماراتو د اګست د میاشتې په ۱۳مې د سیاسي اړیکو د پیلولو لپاره موافقه وکړله.
اسرائیل او عربي متحده اماراتو د اګست د میاشتې په ۱۳مې د سیاسي اړیکو د پیلولو لپاره موافقه وکړله.

د عربي متحده اماراتو مشر د اسرائیل سره د مقاطعې د پای ته رسولو لپاره فرمان صادر کړی.

د عربي متحده اماراتو مشر خلیفه بن زاید النهیان د اسرائیل سره د مقاطعې د قانون د لغوه کولو لپاره فرمان صادر کړی چې له مخې یې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرۍ او د مالي چارو د نورو موافقو لپاره لار هواره شي.

د عربي متحده اماراتو دولتي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د فرمان هدف دا دی چې د دوه اړخیزو اړیکو د برحاله کیدو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو ملاتړ وشي.
د عربي متحده اماراتو مشر دا فرمان پداسې وخت کې صادروي چې ټاکل شوې د همدې راتلونکې دوشنبې په ورځ د اسرائیل او امریکا یو ګډ جګپوړی هیت د اسرائیل نه عربي متحده اماراتو ته په الوتکې کې ولاړ شي.

دا لومړی ځل دی چې یوه الوتکه د تل ابیب نه عربي متحده اماراتو ته مستقیم پرواز کوي.

د امریکا د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ زوم او ستر سلاکار جیرډ کوشنر تائید کړې چې پدې سفر کې به د هغه سره د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم مل وي.

د اسرائیل او عربي متحده اماراتو تر منځ په بشپړه توګه د سیاسي اړیکو د عادي کولو موافقه چې د امریکا په منځګړتوب شوې لا هم په رسمي توګه نده لاسلیک شوې. عربي متحده امارات او اسرائیل لا هم په خبرو اخته دي چې د سفارتونو پرانیستل یې یوه برخه ده.
اسرائیل او عربي متحده امارات د هوا د لارې د تګ راتګ رسمي لار نلري او تر اوسه نده معلومه چې آیا د دوشنبې پرواز به د سعودي د هوایي قلمرو د لارې د لارې کیږي که نه. سعودي عربستان د اسرائیل سره هیڅ ډول رسمي اړیکې نلري.

XS
SM
MD
LG