د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او عربو روابط؛ مایک پمپیو منځني ختیځ ته تللی


ښاغلی پمپیو په پنځه ورځني سفر منځني ختیځ‌ته تللی دی
ښاغلی پمپیو په پنځه ورځني سفر منځني ختیځ‌ته تللی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې د دغه هېواد د لوړ پوړ پوړي دپلومات په توګه مایک پمپیو نن سه شنبه اګست ۲۵ (وږی۴) سودان ته ځي او هڅه یې دا ده چې د اسرئیل او عربو هېوادونو روابط عادي شي.

ښاغلی پمپیو به د سودان د صدراعظم عبدالله همداک او د خپلواکۍ د شورا د مشر عبدالفتاح البرهان سره ملاقات وکړي.

د سودان-اسرائیل د اړیکو د عادي کولو په مسئلې سربېره، ښاغلی پمپیو به ډاډ ورکړي چې امریکا به په سودان کې د ملکيانو په مشرۍ د حکومت د انتقال د بهیر ننګه کوي.

عبدالله همداک په تېر اګست کې له هغه وروسته صدراعظم شو چې پر دغه هېواد د ۳۰-کلن واکمن عمر البشیر پر ضد لویې مظاهرې وشوې او هغه له واکه لېرې شو.

ښاغلي پمپیو د دوشنبې په ورځ اسرائیل ته ولاړ او هلته یې ډاډه ورکړ چې د متحدو عربو اماراتو او امریکا ترمنځ د هر ډول احتمالي وسله والو تړونونو سره سره به امریکا په منځني ختیځ کې د اسرائیل د پوځ پرمختګ ډاډمن کوي.

هغه زیاته کړه چې امریکا له متحدو عربو اماراتو سره د څه باندې ۲۰-کلونو راهېسې امنیتي روابط لري او په پوځي او تخنیکي برخو کې یې مرستې کړي دي.

ښاغلی پمپیو داسې مهال منځني ختیځ ته تللی چې څو ورځې مخکې د واشنګټن په منځګړتوب د متحدو عربو اماراتو او اسرائیل روابط عادي شول.

د اسرائیل صدراعظم دا کار په سیمه کې یو نوی پیل وباله. خو د فلسطینانو مشر محمود عباس وویل چې دا معامله د فلسطینیانو سره «دوکه» ده.

له اماراتو سره د اسرائیل اړیکې ځکه مهمې بلل کیږي چې ډېر عرب هېوادونه د فلسطین د مسئلې له کبله له اسرائیل سره دپلوماتیک روابط نلري.

ښاغلی پمپیو به له سودان وروسته بحرین ته هم ځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مایک پمپیو سفر د اګست په ۲۳ پیل شوی او په ۲۸ به ختمیږي.

XS
SM
MD
LG