د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل پر متحده عربي اماراتو د امریکايي الوتکو له خرڅولو سره مخالفت لري


متحده عربي اماراتو او اسرائیل د امریکا په منځګړتوب تازه راشه درشه پیل کړې ده
متحده عربي اماراتو او اسرائیل د امریکا په منځګړتوب تازه راشه درشه پیل کړې ده

د تل ابیب او ابوظبۍ ترمنځ د اړیکو د تودېدو په درشل کې د اسرائیل حکومت پر متحده عربي اماراتو د امریکا د اف-۳۵ جنګي الوتکو د خرڅولو له هر ډول معاملې سره مخالفت ښودلی دی.

د اسرائیل صدراعظم بین یامین نتنیاهو د سه شنبې په ورځ، اګست ۱۸مه (زمري ۲۸مه) ویلي چې په سیمه کې د اسرائیل د پوځي قوت خوندي ساتل مهم دي.

په بیت المقدس کې د امریکا سفارت او د متحده عربي اماراتو حکومتي استازو د اسرائیل د حکومت د تازه بیان په اړه د نظر ورکولو درخواست ته ځواب ندی ورکړی.

د اسرائیل د "یدیعوت اخرونوت" ورځپاڼې خبر ورکړی چی د امریکا حکومت په پام کې لري چې پر متحده عربي اماراتو اف-۳۵ ډوله جنګي الوتکې خرڅې کړي.

ددغې "سترې" پوځي معاملې خبر په داسې یو وخت کې خپرېږي چې متحده عربي اماراتو د امریکا په منځګړتوب له اسرائیل سره تازه راشه درشه پیل کړې ده.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې لیکلي چې "په خبرو کې -له متحده عربي اماراتو سره د اړیکو د عادي کولو معامله، اسرائیل په منځني ختیځ کې هر هېواد ته د وسلو او دفاعي تکنالوژۍ د خرڅولو پر ضد خپل ثابت دریځ بدل کړی ندی چې پوځي توازن ته زیان ورسېږي."

اعلامیې کې راغلي چې په اختلافي مسایلو کې د اف-۳۵ الوتکو خرڅول او نه خرڅول هم شامل دي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ له اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو له عادی کېدو وروسته، د ولسمشر ټرمپ ادارې یوه اشاره رسولې وه چې متحده عربي امارات کولی شي د امریکا نوې وسلې وپیري.

XS
SM
MD
LG