یوې غیر انتفاعي ډلې چې له افغانستان څخه د امریکایانو د تخلیې په برخه کې فعالیت کوي ویلي دي چې امریکایي مقاماتو د کام اییر شرکت الوتکې ته چې څه دپاسه ۱۰۰امریکایان او د امریکا د ګرین کارت درلودونکي په کې سپاره وو په امریکا کې ورته د کښته کیدو اجازه ورنکړل شوه.
د "ډاینامو پروژه" په نامه ددغې غیر انتفاعي ډلې بنسټ ایښودونکي برایان استرن، د رویترز اژانس ته وویل: "هغوی به [د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې ادارې] نړیوال چارتر شوي پرواز ته د امریکا خاورې ته د ننوتلو اجازه ورنکړي."
ښاغلي استرن ویلي دي چې د افغانستان د خصوصي هوایي شرکت کام ایر دغه چارتر شوې الوتکه چې د ۵۹ماشومانو په ګډون ۱۱۷تنه په کې سپاره وو اوس د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ښار په هوایي ډګر کې ولاړه ده.
هغه زیاته کړه چې ۲۸امریکایان، ۸۳تنه د امریکا د دایمي اوسیدو د کارت لرونکي او شپږ افغانان چې امریکا ته د مهاجرت ځانګړې ویزې لري د کام اییر د دغې چارتر شوې الوتکې مسافرین دي.
د ډاینامو پروژې ډله د څو بنسټونو له ډلې څخه ده چې د پخوانیو امریکایي پوځیانو، د امریکا د حکومت د برحاله او مخکنیو مقاماتو او یو شمیر مرستندویه ټولنو له لورې د افغانستان څخه د تخلیې په عملیاتو کې یې فعالیت کاوه.
رویترز رپوټ ورکړی چې د امریکا د داخلي امنیت وزارت چې د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې اداره یې یوه برخه ده پدې هکله د جزییاتو لپاره تماسونو ته ځواب ندی ویلي.
د امریکا د حکومت یو مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د رویترز اژانس ته ویلي چې مسول مقامات له دې موضوع نه خبر ندي خو د هغه په وینا د چارتر شویو الوتکو د مسافرینو د لست تائید چې غواړي په امریکا کې کښته شي تل وخت نیسي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې د هغو امریکایانو او د امریکا د ګرین کارت لرونکو ایستل چې د پوځي تخلیې پر وخت د افغانستان نه ونه ایستل شول د هغه د کاري لومړیتوبونو څخه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي مقام د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې متحده ایالات خبر وو چې شاوخوا ۱۰۰اتباع او د امریکا د دایمي اوسیدو د کارت لرونکي د افغانستان څخه وتلو ته تیار دي.
ښاغلي استرن ویلي چې ددې ستونزې د رامنځته کیدو وروسته هغه د کام اییر مسافر د ایتوپیا یو بل چارتر شوي پرواز ته انتقال کړل او امریکایي مقاماتو د نیویارک په جان اف کینډي هوایي ډګر کې د هغوی د کښته کیدو اجازه ورکړه.
خو د هغه په وینا وروسته بیا د امریکا د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې ادارې وویل چې د ایتوپیا هوایي شرکت الوتنې ته د ویرجینیا ایالت په دالاس هوایي ډګر کې د کښته کیدو اجازه ورکوي او بیا یې وویل چې دغه پرواز د امریکا په هیڅ هوایي ډګر کې د کښته کیدو اجازه نلري.
ښاغلي استرن وویل چې د ډاینامو پروژې په څیر میانځګړو بنسټونو په کابل کې د طالبانو د ملکي هوایي چلند له ادارې اجازه اخیستې چې د کابل له هوایي ډګر څخه د مسافرینو چارتر شوي الوتنې بیرته پیل کړي.
د طالبانو د کابینې د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ پدې اعلان سره چې د کابل په هوایي ډګر کې ټولې ستونزې رفع شوي د اففغانستان څخه د نړیوالو الوتنو د بیرته پیل کیدو غوښتنه وکړه او بهرنیو هوایي شرکتونو ته یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
د امریکا په مشرۍ له افغانستان څخه د پوځي تخلیې د پای ته رسیدو وروسته د اګست په ۳۰د کابل هوایي ډګر د الوتنو پر مخ تړل شوی و او په څو تیرو اونیو کې یواځې څو په ګوتو شمیر پروازونه له دې هوایي ډګر څخه شوي دي.