د امریکا د پوځ عمومي لوي درستیز مارک میلي، ویلي چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه "ستراتیژیکه ناکامي" وه او دده په باور متحده ایالاتو باید څو زره پوځیان په افغانستان کې ساتلي وای چې د طالبانو د تسلط چې په وینا یې له اټکلونو چټک رامنځته شو مخنیوی شوی وای.
جنرال میلي چې د دفاع له وزیر او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره یوځای د سنا مجلس د وسله وال پوځ د خدماتو د کمیټې په استماعیه غونډه کې ګډون کړی و امریکایي وکیلانو ته په خطاب کې وویل چې د هغه په شخصي نظر باید لږ تر لږه ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاته وای چې د افغانستان د حکومت د له منځه تللو او په هغه هیواد باندې د طالبانو د برلاسي کیدو مخنیوی شوی وای.
دغه لوړپوړي امریکایي پوځي وویل چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې هغه ویلي وو چې د افغانستان نه د ځواکونو په بیړه ایستل او د افغانستان شرایط په پام کې نه نیول د لاسته راوړنو د له منځه تللو او د افغانستان د حکومت د سقوط سبب کیږي.
خو د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې ټول امریکایي پوځیان دې د اګست د میاشتې تر پایه له افغانستان څخه ووځي.
ښاغلي میلي طالبانو ته د ترهګرو خطاب وکړ او وویل: "باید په یاد ولرو چې طالبان یو تروریستي سازمان و او دی او هغوی تر اوسه د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ندي غوڅې کړي. هیڅ نوهم نلرم چې له چا سره مقابل یو. ولیدل شي چې آیا طالبان کولای شي خپل واک وساتي او یا دا چې هغه هیواد به د یوې کورنۍ جګړې سره مخامخ شي."
هغه ټینګار وکړ چې ممکن او په زیات واقعي احتمال سره به په افغانستان کې نوې شوې القاعده شبکه او داعش د ۱۲ او ۳۶ میاشتو په ترڅ کې راوټوکیږي او وویل: "مونږ باید د تروریستي بریدونو نه چې د افغانستان څخه متوجه کیږي د متحده ایالاتو او د هغه د خلکو ساتنې ته دوام ورکړو."
ناببره له منځه تلل
د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په ۱۵ له هیواد نه ووت او په عین ورځ طالبان د کابل ښار ته ننوتل او نظام یو ځلي له منځه ولاړ.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستن، پدغه استماعیه غونډه کې وویل چې د افغانستان د وسله وال پوځ له منځه تللو واشنګټن ته "حیرانونکې" وه. هغه وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه یو له هغو عواملو څخه و چې د هغه په وینا د افغان پوځیانو د روحیې د کمزوري کیدو سبب شول. هغه ومنله چې د افغانستان په جګړه کې ناسمې محاسبې شوی وې.
د امریکا لوی درستیز وویل چې یوه ستره اشتباه دا وه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له حده زیات د امریکایي ځواکونو او د امریکا د پوځ په تکنالوژۍ باندې متکي وو او د هغه د نشتون په صورت کې له منځه ولاړل.
ددې سربیره د امریکا د دفاع وزیر په وینا د هغه فساد د کچې دقیق نه درک کول چې د افغان محلي مشرانو ترمنځ موجود او د طالبانو سره د هغوی تعاملات د هغو ترخو عواملو څخه وو چې د افغانستان د نظام او پوځ په سقوط کې یې رول درلود.
ښاغلي میلي د دفع وزیر لویډ آستن، د خبرې په تائید وویل: "متحده ایالاتو د [افغانستان د وسله والو قواو د مشرتابه] د روحیې او ادارې سرتاسري ارزونه نه درلودله. مونږ کولای شول د الوتکو، تجهیزاتو، موټرو او ماشیندارو او نورو ټولو شیانو شمیر وکړو، خو کولای مو نه شول د انسان د زړه [اداره] په ماشین سنجش کړو."
ددې سره سره ښاغلي آستن په افغانستان کې د امریکا د پوځ د ۲۰ کلن خدمت د ستاینې په ترڅ کې وویل چې د امریکایي پوځیانو خدمت ددې سبب شو چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د تروریستي برید په څیر بریدونو مخنیوی وشي.
د امریکا پوځ د روان کال د اګست په ۳۰ د دوه اونیزې تخلیې عملیاتو وروسته په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووت.
سره له دې چې د تخلیې پر عملیاتو زیاتې نیوکې کیږي خو ښاغلي آستن د ولسمشر جو بایډن سره په یو غږ دغه ۱۷ ورزنیز عملیات د نیمګړتیاو سره سره د امریکا د پوځ یوه لویه لاسته راوړنه وګڼله.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کنیټ (فرانک) مککینزی، چې د افغانستان څخه د تخلیې د عملیاتو څارنه یې کوله د افغانستان په هکله د جنرال میلي له ارزونې سره په ځانګړې توګه په افغانستان کې د یو شمیر ځواکونو د ساتلو په اړه موافق و خو ویې نه ویل چې پدې هکله یې ولسمشر بایډن ته څه وړاندیز کړی و.
د امریکا د سنا مجلس استماعیه غونډه پداسې حال کې کیږي چې جمهوري غوښتونکي وکیلان هڅه کوي وښيي چې ولسمشر بایډن د پوځي مشرانو سپارښتنې له پامه غورځولي دي.
ولسمشر بایډن تل د خپل تصمیم دفاع کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو تصمیم د دپلوماتیکو او پوځي مقاماتو سره په مشورې او د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره شوی دی.