د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران د داعش سره د اړیکو په تور نیول شویو تاجیکانو په اړه معلومات غواړي


د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو د هیواد په جنوبي سرحد کې د امنیت په هکله اندیښنې څرګندولو تر څنګ، د کورني امنیت وزیر څخه د څو تنو تاجیکستاني اتباعو نیول کیدو په هکله د نورو معلوماتو غوښتنه کړې چې تازه د جنوبي سرحد له لارې امریکا ته اوښتي او شک دی چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره لاس لري.

د سنا په مجلس کې د قضایه کمیټې غړي، لینډزي ګراهام او د کورني امنیت او حکومتي چارو د کمیټې غړي سناتور رنډ پال دوشنبه جون ۱۷ ( غبرګولي ۲۸) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د همدې تیرې جمعې په ورځ یې د کورني امنیت وزیر الیهاندرو مایورکاس څخه د معلوماتو غوښتنه کړې.

دې سناتورانو د کورني امنیت وزیر ته په لیک کې ویلي چې د نیولو شویو افرادو په هکله د تفصیلي معلوماتو ورکول مهم دي ځکه چې دا معلومات ورته د هغو ګواښونو په ګوته کولو کې مرسته کوي چې متحده ایالاتو سرحدي امنیت او ملي امنیت ته متوجه دي.

دې سناتورانو همدارنګه په لیک کې ټینګار کړی چې د ګواښونو په ګوته کیدل د هغو کمزوریو کمولو کې مرسته کوي چې د متحده ایالاتو سرحدي امنیت او کورني امنیت موضوعاتو پورې تړاو لري.

تر دې وړاندې د سي بي اس خبري شبکې او د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د جون په ۱۱ مې راپور ورکړی و چې لږ تر لږه اته تنه د امریکا په لاس انجلس، نیویارک او فلاډلفیا ښارونو کې په همغږو عملیاتو کې له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

د سي بي اس خبري شبکې او د نیویارک پوسټ ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ راپور ورکړ چې لږ تر لږه اته تنه د امریکا په لاس انجلس، نیویارک او فلاډلفیا ښارونو کې په همغږو عملیاتو کې له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

ښاغلي ګراهام او ښاغلي پال د کورني امنیت وزیر ته په استول شوي لیک کې ټینګار کړی چې تازه نیول شوي کسان ښیي چې د سرحدي امنیت او کډوالۍ په برخې کې د پام وړ کمزورۍ شته دي.

هغوي پدې لیک کې ویلی، " ملي امنیت ته د جدي عواقبو لرلو په پام کې نیولو سره، مونږ د معلوماتو جزیاتو ته اړتیا لرو تر څو دې ستونزو په هکله بشپړ درک ولرو. تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د سرحدي زیربناوو او متحده ایالاتو ملي امنیت سیستم څخه د دا ډول ستونزو په مقابل کې په مناسبه توګه کار واخیستل شي".

دې سناتورانو په لیک کې د کورني امنیت وزارت ته ګڼې پوښتنې استولي او د روانې جون میاشتې تر ۲۸ مې یې د ځواب تر لاسه کولو غوښتنه کړې.


دوي د نیول شویو کسانو په هکله د بشپړو معلوماتو غوښتنه کړې، چې متحده ایالاتو ته د هغوي د سفر څرنګوالی، امریکا ته تر راتګ وروسته د پتې ورکول، د هغوي د پنا اخیستو اسنادو منل، جرمي سابقه یې، د نیول کیدو او توقیف اړوند معلومات، او د متحده ایالاتو اړوندو ادارو تر منځ هماهنګي هغه څه دي چې د جزیاتو غوښتنه یې شوې.

تر دې وړاندې ګراهام د ایکس شبکې په یو پیغام کې، د همدې موضوع پ هله لکلي و، : "ما په دوو تیرو کلونو کې په پرله پسې توګه خبرداری ورکړی دی چې د [امریکا-مکسیکو] پرانیستې پولې او له افغانستان څخه د شرمناکو وتلو سره یوځای ممکن د یو بل ۹/۱۱ [په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ تروریستي بریدونه] سبب شي. د تروریستي سازمانونو سره تړلي کسان له بل هر وخت څخه اوس زمونږ د پرانستو جنوبي پولو څخه [متحده ایالاتو] ته ننوځي."

خو ددې سره سره ګراهام په اروپا کې د داعش ډلې له بریدونو وروسته او په ځانګړې توګه د روسیې په پلازمینه مسکو ښار کې د دغې ډلې له مرګوني برید وروسته چې له امله یې ۱۳۹ کسان ووژل شول او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان شول په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې پر مرچلو باندې د بریدونو غوښتنه وکړه.

د مسکو له برید وروسته، ګراهام وویل: "موږ باید په افغانستان کې د اسلامي دولت د خراسان څانګې هدفونه په نښه کړو او د دوی عملیات له مینځه یوسو مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي باید هما اوس د پولې عملیاتي کنټرول په غاړه واخلو."

سره لدې چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د بې شمېره او وژونکو بریدونو کولو سره د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې اصلي ګواښ بلل کېږي خو طالبانو تل په افغانستان کې د داعش ګواښ کم اهمیته ګڼلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG