د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او په سل ګونه نور یې ټپیان کړي


د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۷ (تلې ۱۵) سهار وختې زلزله شوې چې له امله یې شاوخوا ۲۰ کسان مړه شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.

سیمه ایز چارواکي وايي دا زلزله د ریکټر په کچه ۵.۷ درجې وه او اکثریت خلک د چتونو او دیوالونو د رالویدو له امله مړه او ټپیان شوي دي.

د بلوچستان ایالت د پیښو سره د مبارزې د ادارې مشر نصیر نثار ویلي دي چې کیدای شي د تلفاتو شمیر تر دې هم لوړ شي.

ددې زلزلې له امله بریښنا په یاد ایالت کې بنده شوې او صحي کارکوونکي مجبور شوي دي چې د لاسي څراغونو د رڼا په مرسته د ټپیانو درملنه وکړي.

ویل کیږي د یادې زلزلې له امله د بلوچستان غرنۍ لرې پرته ولسوالۍ هارنای ډیره متضرره شوې چیرې چې د پخو سړکونو ، بریښنا او موبایل ټلفونونو خدمات نشته او د ژغورنې هڅې له مشکلاتو سره مخ شوي دي.

د بلوچستان اعلي وزیر میر ضیا الله لانګاو ویلي:"موږ ته راپور رارسیږي چې د زلزلې له امله ۲۰ کسان وژل شوي ‌دي."

بلخوا د یاد ایالت یوه جګپوړي حکومتي چارواکي سهیل انور هاشمي AFP ته ویلي دي چې په هارنای کې یوه میرمن او شپږ ماشومان هم د ۲۰ وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي.

نوموړي زیاته کړه:" راپورونه وایي چې د ډبرو سکرو د کان کابو ۱۵ کارکوونکي ښار ته نږدې د زلزلې له امله په معدن کې بند پاتې دي."

چارواکي وايي د ژغورنې ډلې هڅه کوي د ډبرو سکرو په کان کې ګیر پاتې شوي کارکوونکي راوباسي.

د امریکا جیولوژیسکي سروې وایي د ریکټر په کچه دغه ۵.۷ درجې زلزله د سهار په دریو بجو د ۲۰ کیلومترو په ژور والي سره رامنځ ته شوې ده.

ویل کیږي دا زلزله د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په ټول هغه ایالت کې چې له افغانستان او ایران سره هم پوله لري احساس شوې ده.

په ۲۰۱۵ کال کې په پاکستان او افغانستان کې د ریکټر په کچه ۷.۵ درجې زلزلې کابو ۴۰۰ کسان ووژل او په ناهموارو سیمو کې یې د مرستو د رسولو مخه ونیوله.

پاکستان په ۲۰۰۵ کال کې هم د ریکټر په کچه ۷.۶ درجې زلزلې ځپلی وو چې له امله یې څه باندې ۷۳ زره کسان ووژل شول او درې اعشاریه پنځه میلیونه نور بې کوره شول ، چې اکثریت د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې وو.

په ۱۹۳۵ کال کې هم د ریکټر په کچه ۷.۶ درجې زلزلې په کوته کې کابو ۳۰ زره کسان ووژل کوم چې هغه وخت د بریټانیا تر ولکې لاندې هند پورې اړه درلوده.

XS
SM
MD
LG