د لاس رسي وړ اتصالات

په ترکیه کې د یکشنبې په ورځ ټولپوښتنې یا ریفرنډم کیږي


دا ټولپوښتنې په اساسي قانون کې د بدلون لپاره کیږي چې د جمهور رئیس واک به زیات کړي.
دا ټولپوښتنې په اساسي قانون کې د بدلون لپاره کیږي چې د جمهور رئیس واک به زیات کړي.

په ترکېه کې د ېکشنبې په ورځ په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو لپاره ملي ریفرېنډم ېا ټول پوښتنه کیږي. جمهوررئیس رجب طیب اردوان غواړي چې د موجوده پارلماني نظام پرځای د جمهوري رېاست نظام نافذ کړي، د صدراعظم واک کم کړي او ټول قدرت د جمهور رئیس په لاس کې ولویږي.

څېړوونکي په دې نظردي که د ریفرېنډم نتیجه هرڅه وي، ېوه خبره چې څرگنده ده داده چې د ترکېې ولس په دې اړه په خپلو کې ژوراختلاف نظرلري او تقسیم شوي دي.

اردوان په دې باوردی چې ېواځې با قدرته اوبا صلاحیته جمهوررئیس کولای شي چې د هیواد موجوده سیاسي اوامنیتي ستونزې حل کاندي.

د ټولنې د مختلفوطبقو ترمنځ د فکراو نظرد اختلاف خلا مخ پر پراخیدلو ده او زېاتره ترکان فکرکوي چې ښاغلی اردوان د مطلق العنانۍ په لورې رهي شوې او د مخالفانو او طرفدارانو ترمنځ ېي د تشدد او ټکر امکانات زېات شوي دي.

ښاغلی اردوان چې د تیرو ١١ کلونو نه په قدرت کې دی له اروپاېي اتحاد سره ېي اړېکې خرابې شوې دي.ترکېه په سېمه کې د ېوه مهم اقتصادي قوت، اوخپل ستراتیژیکي موقعیت له امله په تاریخي توگه د لوېدېځې نړۍ اوختیځ ترمنځ د ېوه پله حېثېت لري.

XS
SM
MD
LG