د ترکیې پوځ شنبه جولای ۲۷ ( زمري شپږمه) د عراق په شمال کې د کردي بیلتون غوښتونکو په مرکزونو توغندي وار کړیدي.
د ترکیې د دفاع وزارت او په عراق کې امنیتي سرچینو دا بریدونه تائید کړيدي خو د مرګ ژوبلې او زیان په باره کې یې څه ندي ويلی.
د ترکیې د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویلي چې د " خپل ځان دفاع حق لرلو له مخې د عراق په شمال کې د ترهګرو په اهدافو هوایي عملیات شویدي".
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې بریدونو کې ۲۵ اهداف په نښه شوي وو چې د کردي وسله والو د پټیدو خوندي ځایونه، ګودامونه او نور تاسیسات په کې شامل دي.
ترکیه او غربي متحدین یې د کردانو کارګر ګوند (پي کې کې) ترهګره ډله بولي چې د ۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکیې دولت په خلاف وسله واله مبارزه کوي.
د عراق په کردستان کې د سولې ټولنې ډلې یو غړي کامران عثمان مطبوعاتو ته ویلي چې د توغندیو بریدونه تقریباً ۴۵ دقیقې و او هیڅ ملکي وګړی پکې ندی وژل شوی.
د ترکیې پوځ بیا یوازې همدومره ویلي چې پدې بریدونو کې یې "ګڼ شمیر ترهګر" وژلي دي خو دا ارقام کومې خپلواکې سرچینې ندي تائید کړي.
د CPT په نامه ډلې چې د عراق په کردستان کې کار کوي، ویلي چې د روان میلادي د جون میاشتې راهیسې په کردي وسله والو ۲۳۰ توپونه لګیدلي چي په ځینو کې یې ملکیان لګیدلي او د خلکو د کرنې په ځمکې کې د اورونو بلیدو سبب شویدي.
ترکیه غواړي د عراق په شمال او سوریې کې امنیتي سیمه جوړه کړي تر څو د هغو وسله والو مخه ونیسي چې له همدې هیوادونو ترکیې ته ور اوړي او هلته د ورانکارۍ فعالیتونه کوي.
سره لدې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په روانې میاشت کې ویليو چې د عراق په شمال کې د کردستان کارګر ګوند په خلاف عملیات پای ته رسیدلي خو د عراق په شمال کې امنیتي سرچینې وایي چې د تیرې شپې بریدونه تر اندازې ډیر شدید و.
ترکیې په تېرو ۲۵ کلونو کې د کردستان د کارګر ګوند (پي کی کی) پر وړاندې چې ترکیه یې یو ترهګر سازمان ګڼي، د عراق په شمال کې څو پوځي اډې جوړې کړې دي.
د کردانو دا بغاوت د ۱۹۸۴ کال راهیسې روان دی چې تر دې دمه پکې لسګونه زره کسان وژل شویدي.
د کردستان د کارګر ګوند چې له لسیزو راهیسې د ترکیې له حکومت سره په خونړۍ جګړه کې ښکیل دی، په وروستۍ پيښه کې یې د ترکیې په پلازمینې انقره کې د اکتوبر د لومړۍ نیټې د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست. په هغه برید کې د ترکیې د پولیسو دوه مامورین ټپیان شوي وو .
فورم \ دبحث خونه