د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: روسیه او اوکراین توافق ته نژدې شوي  


د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران
د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران

ترکیه وایي چې روسیې او اوکراین د پوځي یرغل د درولو لپاره په خپلو مذاکراتو کې پرمختګ کړی او دواړه خواوی یوې موافقې ته نژدې شوي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود‌ چاووش‌اوغلو، زیاته کړه چې د دواړو خواو د شرایطو په اړه خبرې کول اسان کار ندی پداسې حال کې چې جګړه روانه ده او ملکیان په کې وژل کیږي.

هغه زیاته کړه: "مونږ ګورو چې دواړه اړخونه یوې موافقې ته نژدې شوي دی."

ښاغلی چاووش‌اوغلو د روانې اونۍ په ترڅ کې روسیې او اوکراین ته تللی و. ترکیه چې د دواړو هیوادونو سره ټینګې اړیکې لري، هڅه یې کړې چې میانځګړیتوب وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل هیواد یې د روسیې او اوکراین د مذاکراتي ډلو سره په تماس کې دی، خو ویې نه غوښتل چې د دواړو خواو د مذاکراتو د جزییاتو په اړه وګړیږي.

هغه زیاته کړه چې: "مونږ د یو رښتیني میانځګړي او اسانوونکي رول لرو."

خو بیا هم د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند ابراهیم کلین، د ترکیې د حریت ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې مسکو او کیف د شپږو موضوعګانو پر سر خبرې کوي: د اوکراین ناپیلتوب، بې وسلې کول او امنیتي تضمینونه، په اصطلاح د نازي ګرۍ نه لاس اخیستل، په اوکراین کې د روسي ژبې د کارونې په وړاندې د خنډونو لرې کول، د دونباس د جلا شوې سیمې وضعیت او د کریمیه جزیرې وضعیت چې روسیې په ۲۰۱۴ کې د خپلې خاورې سره تړلې ده.

دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په وار وار سوله غوښتې او د روسیې د ولسمشر څخه یې غوښتي چې د پوځي یرغل د پای ته رسولو لپاره معنی لرونکي مذاکرات ومني.

ترکیې ویلي دي چې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو د لیدنې کتنې کوربتوب ته تیاری لري.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هیواد یې شپه او ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره کار کوي.

یوه ورځ مخکې له هغې چې روسي پوځیان پر اوکراین برید وکړي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني تماس کې د اوکراین پر وړاندې د هر ډول اقدام سره د مخالفت د څرګندولو په ترڅ کې د پوځي نښتو د نتیجو په اړه خبرداری ورکړی و.

د ترکیې ولسمشر پدغه ټیلیفوني تماس کې چې د فبرورۍ په ۲۲ شوی و د روسیې ولسمشر ته په خطاب کې ویلي وو چې د انقرې "اساسي کړنلاره" داده چې "د اوکراین د ملي حاکمیت او د خاورې د بشپړتیا په وړاندې هر ډول اقدام به" ونه مني.

XS
SM
MD
LG